یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوهاند تره کی: طالبانو په وروستۍ پرېکړه د تعلیم یافته شخصیتونو ملاتړ...

پوهاند تره کی: طالبانو په وروستۍ پرېکړه د تعلیم یافته شخصیتونو ملاتړ له لاسه وکړ

تاند(جمعه، د جدي ۲ مه) مشهور څېړونکی او طالبانو ته لېوال سیاسي شخصیت پوهاند روستار تره کي، چې په تیرو دوه لسیزو کې یې تل د طالبانو د تګلارو کړی، د نجونو پر پوهنتوني زدکړو د بندیز په خاطر په طالبانو توندې نیوکې وکړې.

پوهاند تره کي ویلي: «طالبانو په خپلې دې ناسنجول شوې او د علم ضد پریکړې سره د خلکو په منځ خپل ملاتړ له لاسه ورکړ او ټول هغه تعلیمیافته شخصیتونه چې دمخه یې د یوه سراسري مرکزي حکومت د جوړولو په برخه کې د ط البانو ملاتړ کاوه اوس د دوی په مخالفینو او دښمنانو بدل شوي دي.»

استاد تره کی زیاتوي «د لوړو زده کړو وزیر د دې دندې لیاقت نه لري باید منفک او جومات ته ولیږل شي چې امامت وکړي.»

استاد تره کي، چې په فرانسه کې اوسي، په وروستیو میاشتو کې کابل او کندهار ته سفر کړی و او د طالبانو د مشر ملاهبت الله په شمول یې له بیلابیلو مشرانو سره کتلي وو.

ده هماغه مهال خوشبیني ښوولې وه چې طالبان به اصلاحات راوړي او موجودې ستونزې به حل کړي.

8 COMMENTS

  1. تراوسه يې چې د ټاليبانو ملاتړ کړی دی نو موږ څنګه دی و بخښو او ورسره پخلا شو. دا يواځې د الله صفت دی چې دومره لوی خيانت و بخښي. او داسې سړي ته څنګه د پوهاند خطاب ورکړېدی شي. تاند بايد د ده نوم سره پوهاند نور و نه ليکي. تېروتی به مناسب ستاينوم وي.

  2. تاندوالو ته په بشپړ درناوي دترکي په ډول پوهاندانو افغانستان دطالب څخه هم زيات زيان اړولي ، حقيقت خوادادى چې ترکي طااب پلوه نه بلکه خپله طالب دى

  3. دا چه طالب پلوه دی نو د ا پوهان نه دی هسی خوشی ډیران دی ا ومنافقت ته یی ګوره خپله په فرانسه کی اوسیږی او په افغانستان کی د ټالب پلوی کوی

  4. پوهاند محمد عثمان روستار تره کي چې په فرانسه کې د حقوقو په برخه کې زده کړې کړیدي ، پخوا د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پیاوړی او باجرئته استاد وو.
    په 1981 کال کې د روسانو له راتګ نه وروسته د اعتراض په ډول خپله دنده خوشې کړه او فرانسې ته مهاجر شو. پوهاند تره کی پر افغانستان د پردیوله تجاوز او یرغل سره تل مخالفت کړیدی . په هغه وخت کې چې د ناتو او نورو هېوادونو پوځونه په افغانستان کې موجود ول ، دوی د طالبانو په ملاتړ ویناوې کولې . خو اوس د هغوی اصلي څهره ورته معلومه شوه ، چې دا منفورې اجیرې ډلې له کوم آخوره واښه او کنجاړه خورې .

  5. ښاغلی پوهاند محمد عثمان روستار تره کي یواځینی پوهه او باتدبیره شخص وه چه د آروپا څخه یی د طالیبانو سره مستقمی او غیر مستقیمی اړیکی درلودی. د افغانستان صلحدوسته افغانان هم په ښاغلی پوهاند صاحب خوشحاله وه چه د طالیبانو سره اړیکی لری.

    منطیقی او علمی خبره داده چه د افغانستان ۴۵ کلنه دردوونکی غمجنه او تباه کوونکی استخباراتی لانجه او مشکل د جګړی له لاری نه حل کییږی، فقط او فقط د خبرو له لیاری حل کیږی.

    په دغه حالت کی ښاغلی پوهاند تره کی صاحب یو لازم او ملزوم شخص دی چه دغه خبری روانی وساتی، او طالیبانو ته قناعت ورکړی.

    خو د ښاغلی تره کی صاحب څخه ځمونږ احترامانه تقاضا داده چه په مطبوعاتو کی احساساتی خبری ونکړی او خپل ځان د پخوا پشان د طالیبانو خوا خوږی وساتی. تر څو د افغانستان د خیر لپاره د طالیبانو سره لا زیاتی هلی ځلی وکړی چه یو سولیزه د حل لاره پیداکړی.
    په احترام

  6. زمانه او تاریخ به د ښاغلی استاد تره کی په هکله قضاوت وکړی، که د استاد تره کی نیت ( د طااب څخه د ملاتړ په باب) پاک او نیک او خالص وی نو خدای به اجر او ثواب ور په برخه کړی خو پوښتنه دا ده چی استاد تره کی ولی د خپلی اکاډمیکی پوهی سره سره دا واقعیت نه منی چی طالبی پروژه یوه انګریزی_ پاکستانی پروژه ده کومه چی نورو سوداګرانو ته په اِجاره ور کړه سویده

  7. زه پدی عقیده یم او باور لرم چی هغو افغانانو چی د امریکايی ځوانکونو افغانستان ته د راتللو مخالفت کړی او قلمی مبارزه يی کړی د هغوۍ مبارزه د برحق او د ستایلو وړده.
    خو هغه افغانانو چی د تالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو روسته هم چی تالبانو د امریکايی ځواکونو امنیت په غاړه واخست او تالبانو په زرګونو افغانان شهیدان او شل شوټ کړل د تالبانو نه بیا هم ملاتړ کړی یوه لویه تیروتنه وه. ځکه چی تالبانو همیشه ادعاکوله چی ددوۍ موښه امربکايي اشغال پای ته رسول دی او دواک او چوکۍ حرص نه لرې بلکه یو سپیڅلې هدف لری او دغه هدف ته رسیدل يی اخری منزل دی.
    خو تالبانو په هغو ټولو ژمنو او ولس ته په ډاډ ګیرنو ورکولو خپی کیښودی او هیڅ یو داسی ګام يی پورته نه کړ چی په افغانستان کی د یوي پایداری سولی او امنیت ظامن شی او دراتلونکو غمیزو مخه ونیسی.
    تالبانو د اسلام دسپیځلو شعارونو او د مقدسی کلیمی لاندی هغه جنایتونه ترسره کړل او ترسره کوی يی چی د انسانیت په تاریخ کی هیڅ ساری نه لری. همدا علت و او دی چی ډیر خلک د تالبانو سپیڅلو شعارونو او عمری عدالت او یو شفاف اسلامی نظام راوستلو ته خوشبین وو او غولیدلو سبب يی شو.

    د تالبانو روستیو ناروا پریکړو ډیر افغانان ګوته په غاښ پاتی کړل کومو چی همیشه د تالبانو پلوی کوله. خو ډیرو لږو پلویانو يی دا جرات وکړی شو چی دتالبزم د ناروا او غیر اسلامی کړنو په مقابل کی خپل غږ پورته کړ چی دریځ يی د ستایلو وړ دی خو بلی خوا ډیر نور لا چوپه خوله پاتی دی او د حق ویلو جرات نلری.
    مونږ په ټولو هغو افغانانو غږ کوو چی د تالبزیزم نارواکړنو ته د ناروا په سترګه ګوری چی باید اخلاقی جرات وکړی اوددې تور جهالت د کاروان ملګرتیا نوره ونه کړی او په ضد يی خپل غږ په جرات سره پورته کړی.

  8. دا ښاغلی پوهاند ترکی چي ده په فرانسه کي د حقوقو په برخه کي زده کړي کړي او اوس په فرانسه کي اوسي غټ ټپوس کيدای شي چي دا محترم په سر دد اکادميکه سويه (؟) د فرانسي د انقلاب دا شعار نه دی اوريدلي چي:

    Liberté, Egalité, Fraternité ازادي، مساوات، ورورولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب