یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملایعقوب او سراج الدین حقاني د نجونو د زده کړو پر ستونزې...

ملایعقوب او سراج الدین حقاني د نجونو د زده کړو پر ستونزې خبرې وکړې

تاند(جمعه، د جدي ۲ مه) دوو افغان تلویزیوني شبکو ادعا وکړه چې د کورنیو چارو په وزارت کې یوې سرچینې ورته ویلي چې د طالبانو د حکومت دوو تر ټولو مهمو وزیرانو د نجونو پر زده کړو د بندیز د ستونزې د هواري په اړه خبرې کړي دي.

اریانا او طلوع تلویزیونونو تېره شپه وویل چې په کورنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ورته ویلي چې دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د نجونو په مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه خبرې کړي دي.

دواړو رسنیو د خپلې سرچینې نوم نه دی یاد کړی او دا هم څرګنده نه ده چې د دوی سرچینه یوه ده او که بېلې دي.

خو ډیر خلک د طالبانو په منځ کې د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو ته خوشبیني لري او فکر کوي چې منځلاري دي او ممکن افغانان له کړاوونو او افغانستان له نړیوالې انزوا وباسي.

په وروستیو ورځو کې د دوی په اړه اوازې هم خپرې شوي چې ګواکي د ملا هبت الله پر ضد د کودتا هڅه کوي او ملاهبت الله د کودتا د مخنیوي لپاره خپل ځانګړي کسان په کندهار کې ځای پر ځای کړي دي.
دا اوازې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

2 COMMENTS

  1. واقعآ که دا دواړه افغانان وېې او افغانستان خپل وطن او وګړې خپل ولس بولې نو باید دې خپل دا وران او ویجاړ وطن ابادولو ته مټې بدوهې وطن په نیم کس نجوړیږې سړې نیمګړې ده خو ښځه چې ورسره یوځاې شوه نو پوره انسان ترې جوړشې دې نباید یو جاسوس او یا کورمغزه انسان ته وګورې چی هغه څه واېې په دنیا کی ډیر اسلامې ملکونه دې چې اکثره یې له افغانستان څخه بهتره اسلامی قانون لرې و بهترین مسلمان هم دې نو هماغه شان دې دوې هم په مخ ولاړ شې او له دې جاهلیت دورې څخه دې ځان خلاص کړې یو بی کلتوره او بیسواده انسان معلوم نده چی هغه هم انسان ده کنه دی امیر المومینین په نوم ناست ده او دې ټول ملت له سرنوشت سره لوبی کوې لعت دې په داس یو بې وجدانه انسان شې چی دې امیر په نوم یاد شې او کړنیې دې اوجهل وېې

  2. ​دا اساسی روزل شوی ساختګی طالبان د جلکیو مکتبونو ، پوهنتونونو او دفتری او نورو خارجی کارونو له خاطره په دوه برخو ندی سره ویشل شوی ، دا روزل شوی ساختګی طالبان په پنجابی پاکستان کښی خاص تربیه شوی دی ددوی وظیفه دادی چی افغان ملت د ورزده کړ شوی شریعت شعار لاندی د سواد څخه بی برخی پاتی شی او میرمنی او جلکۍ زندانی وساتل شی ، ددی له لاری داجنبیانو هدف دادی چی د روسیی او چین مقابل کښی افغان ملت د اجنابیو هدفونو ساتلو لپاره د وحشی جنګیالیو سنګر را مینځ ته شی او پنجابی پاکستان او د انګلیس چوچه د افغانستان رهبر او تصمیم نیوونکۍ وی ، محترم تحلیلګران او نور افغانان باید د ۱۹۹۶ راپدی خوا د اجنبیانو رول او د تربیه شووساختګیو تنظیمونو ، ساختګیو دیموکراتانو او ساختګیو طالبانو تر مینځ د اجنبیانو په کومک ډورامائی بدلونونو تعقیب کړی نو ورته څرکنده به شی چی افغانستان کښی د اجنبیانو له خوا پلانیز پلان تر مخه دی او ددوی غلیس مردود پلان لپاره افغان ملت باید قربانی شی حتی د افغانستان استقلال او خپلواکی په قیمت !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب