کیسه، پلاټ، کرکټرایزیشن، تلوسه، منظرکشي او ډیالوګ
رڼا ناول ارواښاد نصیراحمد احمدې په ۱۳۸۶ لمریزکال کې لیکلي دی.
۱.کیسه
کیسه په ناول کې تر ټولو مهم ارزښت لري، ځکه همدا کیسه ده چې په لوستونکو څو سوه مخه کتاب په تلوسي لولي او خوند ورڅخه اخلي.
په ناول کې د کیسې د لید یا بیان زاویه دریم ګړي (دریم شخص) دی
رڼا ناول کیسه داسي ده.
جمال له خپلې کوژدنې ګلالۍ سره چې د تره لوریې هم ده له لندن څخه د غزني په قره باغ کې خپل کلي ته راځي چي د خپلې خور په واده کې ګډون وکړي.جمال لس کاله په لندن کې اوسېدلی اوهلته یې طب لوستی دی. دهغه پلارملک عبدالکریم د کلي خان دی.هغه خپل زوی نه پرېږدي چي له کلیوالوسره یوازي کېني او وایي چې حالات خراب دي. ګلالۍ د ملک په کورکې ماشومانوته لوست ورکوي ځکه چې د کلي ښوونځی سوزېدلی دی او جمال هم په کورکې د ناروغانو درملنه کوي. کلي ته د راتګ په لومړۍ ورځ جمال د خپل ملګري جانداد له زوی بازمحمد سره یوه انجلۍ ویني چې «ترغټوخړوسترګویې تور اوږده باڼه راتاو دي» او نوم یې پاڼه دی، دغه څیره جمال ته اشنا ده، څو ورځې وروسته جمال له جانداد سره ولاړ دی چې پاڼه او بازمحمد خپله رمه راولي، جانداد ورته وایي چې دا د رڼا لورده، موریې ناروغه ده ولاړېدای نشي، د والسوالۍ ډاکترځواب ورکړی چې درملنه يې دهغه په وس کې نه ده، بله ورځ، چې سخت باران وریږي، پاڼه د ملک کورته په جمال پسې ورځي چي دهغوکورته لاړشي او دهغې مور وګوري، ګلالۍ جمال ته غږ کوي خو جمال وایي زه نشم تلی، ګلالۍ ګومان کوي چې هغه د باران په وجه نه ځي نو ورته وایي چې چترۍ درسره واخله خوهغه بیاهم انکارکوي، ګلالۍ ورته وایي چې دا ستا وظیفه ده چې ورسره لاړشې، جمال په نه زړه زړې کلا ته ورځي، د رڼا دپښوعکسونه ګوري اوهغه معاینه کوي،
رڼا د هډکو په سل اخته ده اوپښې یې له کاره لویدلې دي، هغه ډیره ډنګره شوې ده، جمال ورته د کومې دوا نوم پرکاغذ لیکي او وایي چې دا به دې د راتلونکو دردونو تسکین وکړي او دا هم وایي چې نور به په ما پسې څوک نه رالیږې زه بیا دلته نه راځم، رڼا وایي خو په یو شرط. دومره ووایه چې درباندې ګرانه یم، جمال وایي زه له تا ورټ (کرکه) لرم. څو ورځې تېریږي، جمال د جانداد په کور کې مریضان ګوري، پاڼه په ژړا ورځي او وايي چې مور مې ډېره مریضه ده ما ګولۍ ورکړه خو تېره یې نه کړه همد سې یې په خوله کې پاتې ده، جمال ورسره نه ځي، جانداد ورته وایي خیر دی یو ځل یې وګوره، هغه وایي چې زه مړي نشم راژوندي کولی هغه نن یا سبا مري، پاڼه ددې خبري په اورېدو په منډه خپل کور خوا ته ځي، جانداد ورته وایي ته ډېر بې رحمه یې تا د رڼا ژوند تباه کړ، ووځه. جمال وایي: ته د یوې بدکارې ښځې لپاره، د ورورغوندې ملګری خپه کوې! جانداد هغه په څپیړه وهي. جمال وایي: دا کومه پټه خبره نه ده، ته هم په دې پوهیږې چې هغه یې له چرسي خیرو سره په کادانه کې ونیوله، په دې وخت کې د جانداد ترخولې چیغه وزي دهغه مېرمن انګړته راوځي او پوښتنه کوي چې څه ټکه راپریوته، جانداد ورته وايي چې«خان صیب د رڼا ژوند ورتباه کړ، اوس یې په عزت هم لوبې کوي، وایي چې هغه په پوست پاکه نه ده.» دهغه مېرمن وایي: وروره رڼا خو ملایکه ده ملایکه. که زموږ خبره نه مني له کلیوالو پوښتنه وکړه، په دې وخت کې جمال منډه را اخلي او د رڼا کور ته ورځي خو د هغې ساه لا وختي ختلې وي، جمال ډېر ژاړي وروسته پاڼه ترلاس نیسي خپل کورته ځي د خپل پلار ګریوان ته لاس اچوي او ورته وایي چي ته قاتل یې، رڼا تا مړه کړه، ګلالۍ چې دا خبره اوري په ژړا کور ته ننوځي ور په ځان پسې بندوي جمال چې هرڅه کوي هغه ور نه خلاصوي، جمال له جانداد او څوکلیوال سره رڼا ښخوي او بیا کابل ته ځي، دوې اونۍ وروسته ګلالۍ ته احوال ورکوي چې زه سبا لندن ته ځم نن شپه د کلا په برج کې در سره ګورم،
هلته ګلالۍ ته د خپلې مینې کیسه کوي، رڼا دهغوي د بزګر لور وه په کوچنيوالي کې دواړه سره لوبې کوي، د رڼا پلار مري، دوي غټېږي او د رڼا مور دی له خپلې لور منع کوي، د جمال زړه ارام نه نیسي دهغوي کورته مخامخ پټیږي چې رڼا ایرې راوباسي او دی یي اوګوري، کوم کلیوال هغه وینې د رڼا مور ته خبر ور کوي، هغه د جمال پلار ته وایې، پلاریې وهي، بله ورځ ورته په پسته ژبه وايي چې زه به تا لندن ته ولیږم چې هلته درس ووایي خپل ورور سره مې خبري کړي دي دهغه لور در ته کوم، جمال دهغه خبره نه مني او درس هم نه وایي، اخرکې یې پلار ورسره ژمنه کوي چې رڼا درته کومه خو په دې شرط چې ته لندن ته ولاړه شه او سبق ووایي، جمال همدسې کوي خو لا یې په لندن کې کال نه دی پوره شوی چې پلار یې یوه فیته ور لیږي او وایي چې رڼا ناپاکه وخته هغه یې له خیرو سره په کادانه کې ونیوله، په فیته کې خیرو هم ویلي دي چې د کونډې لور چا نه کوله تمه یې ختلې وه زه پرې مهربانه شوم، رڼا اوس زما ښځه ده.
هغه وخت جمال پر دې خبره باور کوي خود رڼا له مرګه وروسته خبریږي چې دا ټول درواغ دي، پلار یې خیرو ته دوه لکه روپۍ ورکوي چې له رڼا سره واده وکړه، د کیسې په پای کې جمال ګلالۍ ته وایي کومه بله پټه خبره نشته، په څه چې زه پوهېدم اوس ته هم پوهېږې، ستا خپله خوښه، تر سهاره وخت لرې، فکروکړه، تصمیم دې خپل دی، زه به تر اتوبجو درته ماتله یم، زه سبا لندن ته ځم، پاڼه هم راسره بیایم او دخپل اولاد په شان یې روزم، کېدای شي رڼا دهغې په خاطر ما وبښې.
سبا اته بجې جمال له پاڼې او ګلالۍ سره په یوه موټر کې له کلي وځي، مور او پلار یې د کلا په برج کې ولاړ دي دوي ته ګوري او ژاړي.
۲. پلاټ
د ناول لومړی ثبوت د پلاټ سم ترتیب دی. ښه پلاټ د ښه ناول ځانګړنه ده چې دا کار په پوره مهارت سره احمدې صاحب کړي دی.
دلته ټولې پیښې منطقي راوړل شوي دي.
پاڼه د ملک کورته په جمال پسې ورځي چې دهغوکورته لاړشي او د هغې مور اوګوري. ګلالۍ جمال ته غږ کوي خو جمال وایي زه نشم تلی. ګلالۍ ګومان کوي چې هغه د باران په وجه نه ځي نو ورته وایي چې چترۍ درسره واخله خو هغه بیاهم انکار کوي. ګلالۍ ورته وایي چې دا ستا وظیفه ده چې ورسره لاړشې. جمال په نه زړه زړې کلا ته ورځي.
د پلاټ کمزوري په دې ځای کې ده چې:
جمال نه دې رڼا هغه بد حالت ته وکتل او نه یې دي پاڼې هغه یتمیوالي ته چې د جانداد رمه پیایې خو د جانداد د زوی څخه یې هروخت په سترګو کې اوښکي کله ډنډ او کله مخ په ښکته رواني وي، خو د جانداد د ښځې یوي خبري په جمال دومره بد تاثیر وکړي چې دی پړک واخیست او چغې یې تراسمان پورته شوي، دلته باید مخکې له مخکې یو څو منطقي دلیلونه شتون درلودلی؟
۳. تلوسه
تلوسه په داستان لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکي له پوښتنې، نارامۍ، ذهني کشمکش او لانجې سره مخامخ کوي او دا احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستان ولولي او په هغه کې د خپلو پوښتنو ځواب ومومي.لکه په اتمه صفحه کې
دا وخت ښځې ناره کړه جماله وه جماله سړی په کړندیو ګامونو ورنږدې شو. ښځې په بیړه وویل دسمال لري په دسمال څه کوي د انجلۍ پزه ویني ده سړي له جیبه یو کاغذي دسمال را ویست ښځې د انجلۍ پزي ته دسمال ونیو ورو یې وویل سر دې یو څه پورته ونیسه! انجلۍ پورته وکتل. ناڅاپه د سړي په زړه سستي راغله. دلته انجلۍ څوک ده؟ ولې پزه وینې ده؟ ښځه څوک ده؟ یا هم جمال څوک ده چې په راتګ یې په زړه سستي راغله، همدغه تلوسه ده چې ناول درباندي تر اخیره لولي چې ستا ټولي پوښتنې ځواب شي.
۴. کرکټر
په ادبیاتو کې د کرکټر له کلمې څخه هدف هغه خلق شوي انسان، یا حیوان یا بل کوم شی دی چې د یو حقیقي انسان، حیوان یا هماغه شي په شان له خصوصیاتو برخمن وي او له همدي خصوصیاتو سره په داستانې ژانرکې راڅرګندیږي.
د ناول کرکټرونه:
مرکزي کرکټر: «رڼا» نومیږي چې ټول ناول باندې راڅرخې.
متخاصم کرکټر: «ملک عبدالکریم، او چرسي خیرو» نومیږې چې دمرکزي کرکټر د ارمانونو اوهدفونو خنډ وي.
نمونه کرکټر: «ملنګ» نومیږې، چې دهقان دی، او د ټیټي طبقي استازي توب کوي.
په ناول کې د کرکټر اړخونه: جسمي، ټولنیز، او رواني اړخونه
د کرکټر جسمي اړخ: رڼا خړې غټې سترګې درلودې او تر سترګو یې تور اوږده باڼه راتاو وو. اوغنم رنګه مخ یې توجو جلبونکی وو.
دکرکټر ټولنیز اړخ: شېبه وروسته جمال ورو وویل: دا انجلۍ څوک ده؟ جانداد هغه ته وکتل، یوه ترخه موسکا یې وکړه او پلنې شوندې یې وخوځېدې: د رڼا لور. دجمال زړه ولړزېد، شک یې په یقین بدل شو، خو څه یې ونه ویل. جانداد وویل: موریې ډیره ناروغه ده، یونیم کال وشو چې ولاړېدای نه شي. جانداد غلی شو، دکیڼې سترګې له کونجه یې جمال ته وکتل، هغه هماغسې ځوړند سر روان و، ورو یې خپله خبره پسې وغزوله: یوځل د ولسوالۍ ډاکتر ته ورغلې وه، خوهغه وریاده کړې وه چې علاج یې دده له وسه وتلی کار دی، کابل ته دې لاړه شي، خو رڼا ډېره بېوسه ده، د بېګاه نه لري،
دکرکټر روانې اړخ: د رڼا د پښو عکسونه ګوري او هغه معاینه کوي. رڼا دهډکو په سل اخته شوې دی او پښې یې له کاره لوېدلې دي. هغه ډېره ډنګره شوې ده. جمال ورته د کومې دوا نوم پر کاغذ لیکي او وایي چې دا به دې د راتلونکو دردونو تسکین وکړي او دا هم وایي چې نور به په ما پسې څوک نه رالېږۍ زه بیا دلته نه راځم. رڼا وایي خو په یو شرط: دومره ووایه چې درباندې ګرانه یم.
۵. صحنه
هر داستان د صحنوټولګه وي. که یو داستان له دیوال سره تشبه کړو، نوصحنه له هغوخښتو سره تشبه کولای شوچې همدا دیوال ورنه رغیدلي دی.
په داستان کې صحنې په دریو ډولونو دي. طبیعي، د ټولنیز ژوند او خیالي صحنې.
په ناول کې د ټولنیز ژوند صحنې بیلګه:
– خو یوه اونۍ وروسته چې کله کلیوال دسهار په خړه کې له جوماته را ووتل، د ګوښي ولاړ زاړه چمبر له یوه کونجه لوګی پورته کېده. دهوا له تودېدو سره سم جانداد او بازمحمد زاړه چمبر ته ورغلل. جمال شکېدلې بړستنې لمرته هوارولي او پاڼې هم یوې ښایسته نانځکې ته کوچني بوټونه ورپه پښو کول. انجلۍ پاکه وه، جامې یې نوې وې، پرغومبرو یې سرخي پیدا شوې وه، لکه مڼه چې په پخوالې راشې او ویښته یې لمرته سم برېښېدل.
۶. ډیالوګ
ډیالوګ د کرکټرونو ترمنځ خبرو ته ویل کېږي، یا به له ځان سره غږیږي او یا له نوروسره.
په ناول کې د ډیالوګ بیلګه:
ګلالۍ ورمنډه کړه، جمال ته یې وکتل، دهغه سترګې له سرو رګونو ډکې وې، ویښته یې جړ پړ وو او څیره کې یې د قهر او غضب نښې له ورایه ښکارېدلې. ګلالۍ وارخطا شوه او په بیړه یې وپوښتل: څه خبره ده؟ جمال کوم ځواب ور نه کړ، ان سترګې یې هم ور وانه ړولې، ده یواځې خپل پلار ته کتل او هماغسې پر مخ روان و. شېبه وروسته د ملک مخې ته ودرېد اوپه غریو کې یې وویل: رڼا مړه شوه.