Homeخبرونهمتقي د هند د ۷ ورځني سفر په پای کې د شیخ...

متقي د هند د ۷ ورځني سفر په پای کې د شیخ الهند له کورنۍ سره وکتل

تاند (پنجشبه، تلې/ میزان ۲۴ مه) د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند له اووه ورځنۍ سفر وروسته پرون (چهارشنبې) کابل ته راستون شو.

ښاغلي متقي د خپل سفر په وروستۍ ورځ، د شیخ‌الهند مولانا محمود حسن له کورنۍ سره ولیدل — هغه نوموتی هندي عالم چې د بریتانیايي استعمار پر ضد د هند د مبارزې له مخکښو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي.

متقي د دې لیدنې پر مهال وویل:

«هغه اسلامي کتابونه چې دلته په هند کې تدریس کېږي، موږ یې په افغانستان کې عملي کوو.»

هغه زیاته کړه:

«هغه نصابونه چې د هند علما یې دلته لولي، په افغانستان کې یې عملي تطبیق روان دی.»

څرګنده نه ده چې د محمود حسن منظور د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو مخنیوی و او که د جرمونو مخنیوی. طالبان د جرمونو، رشوت او غلاوو په مخنیوي کې بریالي دي خو د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په شان په یو لړ مسایلو کې له سختو انتقادونو سره مخامخ دي. همدا انتقادونه سبب شوي چې د دوی حکومت کورنی او نړیوال مشروعیت ترلاسه نه کړي.

د شیخ‌الهند د کورنۍ غړو د امیر خان متقي هرکلی وکړ. متقي وویل چې د اسلامي نظام د جوړېدو هغه خوب، په ځانګړي ډول په کابل کې، اوس پوره شوی دی.

هغه وویل:

«موږ خوشحاله یو چې د افغانستان او د هند د مسلمانانو، په ځانګړي ډول د دیوبند دارالعلوم له علماوو سره، ژوره او تاریخي اړیکه شته. هیله لرو دا اړیکې لا پیاوړې شي.»

د شیخ‌الهند د کورنۍ یوه غړي وویل:

«هغه څه چې تاسو پرې خبرې کوئ، موږ یوازې په کتابونو کې لوستي وو — د داسې اسلامي نظام په اړه لکه د حضرت ابوبکر صدیق (رض) په زمانه کې. اوس موږ دا ډول حکومت په خپلو سترګو وینو. ډېر اسلامي هېوادونه شته، خو موږ تر دې مخکې د سیاسي اسلام عملي بڼه نه وه لیدلې.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...