شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهله افغان کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند دوام لري

له افغان کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند دوام لري

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۱ مه) راپورونه وایي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر کمپونو او کورونو د پاکستاني ځواکونو چاپي او هغوی سره له بې عزتۍ څخه ډک چلند دوام لري.

په سند ایالت کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ وویل: افغان کډوال شکایت کوي، چې پولیس [تر ډېره په کراچۍ کې] دشپې له خوا چاپې اچوي، دغه افغانان وايي پولیس دشپې په مخه پر هغو کمپونو هم چاپې وهي، چې افغان کډوال په کې دېره دي. د دوی د پردې خیال هم نه ساتي. ښځې دا شکایت کوي، چې دوی زیاتې ډارېږي، ځکه له دغو پولیسو سره ښځینه کسان نه وي. دوی وايي له ډېرې وېرې ارام نه لري. “

پاکستاني ځواکونو او چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي خبرداری ورکړی و، چې دوی به د پاکستان د دغه ناوړه چلند پر وړاندې غبرګون وښيي، خو د ځینو خلکو په وینا ورته څرګندونې غولونکې دي او طالب چارواکي د پاکستان پر وړاندې د څه ویلو او کولو جرئت نه لري.

د طالبانو منتقد عصمت قانع له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو له پيله تر اوسه بیا-بیا د طالبانو د یو شمېر مشرانو او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي عکسونه خپروي او پوښتنه کوي، چې آیا خپله کورنۍ او شتمني یې له پاکستانه افغانستان ته لېږدولې او که له همدې وېرې د پاکستان خلاف څه ویلی او کولی نه شي؟

بل لور ته:

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون مشرې حنا جیلاني د پاکستان د حکومت پر وروستیو اقداماتو انتقاد کړی دی او په دې برخه کې یې د ارزونې غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پاکستان ته تللي دي.

د طالبانو چارواکي وايي د نوامبر له لومړیو د تورخم او سپین بولدک له لارې شا و خوا درې لکه افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب