تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۱ مه) پر پاکستاني ځواکونو د بریدونو په دوامو پرون مازیګرد پښتونخوا په ټانک سیمه کې د پولیسو پر موټر په حمله کې ۳ پولیس وژل شوي دي.
د ټانک سیمې د پولیسو ویاند، یونس خان وايي، تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د وسله والو د موندلو لپاره عملیات پیل شوي دي.
د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د دې برید مسوولیت منلی دی.
پخوا د پاکستان د ټروریزم ضد ادارې په پېښور کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د مالي ملاتړ د یوه مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.
دغې ادارې پرون ادعا کړې چې له دې مشکوک کس سره په ټوله کې د ۷۰ ملیون ډالرو په ارزښت ډالر او سعودي ریال نیول شوي دي.
پاکستاني چارواکو په وروستیو کې د خپلو زیاتو شویو نا امنیو پړه دغلته پر مېشتو افغان کډوالو اچوله او دغه راز یې ادعا کوله، چې د دوی خلاف د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده کیږي.
اوس د بریدونو د دوام خبرونه په داسې مهال دي، چې پاکستان سلګونه زره افغان کډوال په زوره ایستي او د نورو ایستلو ته دوام ورکوي.
افغانانو او په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د پاکستان په نا امنیو کې د افغانانو د لاس لرلو او له خاورې یې د استفادې ادعاوې بې اساسه ګڼلې دي.
برکت هغه کسان چی د دی کافر فوځ او پولیسو په مردارولو کی اقدام کوی په لاس کښی یې برکت