یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان اسعاري زېرمه تر ټولو ټیټ حد ته رسیدلې

د پاکستان اسعاري زېرمه تر ټولو ټیټ حد ته رسیدلې

تاند(شنبه، د جدي ۳ مه) د پاکستان د مرکزي بانک اسعاري زېرمه شپږ میلیارده او سل میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

دا په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو ټیټه اندازه ده.

د ۲۰۱۴ په اپریل کې د پاکستان اسعاري زېرمه همدومره وه.

د اقتصادي چارو متخصصان وايي، دا د اقتصادي بحران لور ته د پاکستان د تګ څرګندې نخښې دي.

له بلې خوا د بهرنیو اسعارو په وړاندې د پاکستاني روپیو ارزښت مخ په کمېدو دی. په همدې حال کې د پیسو نړیوال صندوق یا آی ایم ایف له پاکستانه غوښتي چې د پور د نهم قسط په خاطر د سود کچه لوړه کړي چې د روپۍ په وړاندې د ډالر ارزښت نور هم لوړ شي.

امکان شته چې تر فبرورۍ مخکې، چې د پیسو نړیوال صندوق د پور بله برخه پاکستان ته ورکوي، د پاکستان مرکزي بانک د سود اندازه ۱۷ سلنې ته لوړه کړي.

د سږ کال په جنورۍ کې هر ډالر په ۱۷۶ روپۍ مبادله کېده خو د دغه هیواد مرکزي بانک وايي چې اوس هر ډالر په ۲۲۵ روپۍ او ۴۴ پیسو تبادله کېږي خو دا په داسې حال کې ده چې په ازاد بازار کې د هر ډالر بیه تر دې ۱۲ روپۍ ډېره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب