یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د عمران خان پخوانۍ ماندینې درېیم واده وکړ

د عمران خان پخوانۍ ماندینې درېیم واده وکړ

تاند(جمعه، د جدي ۲ مه) د عمران خان پخوانۍ مېرمنې او د بي بي سي پخوانۍ ژورنالیستې ریحام خان په درېیم ځل واده وکړ.

ریحام خان درېیم واده له یوه امریکا مېشني پاکستاني میرزا بلال بېګ سره کړی دی.

میرزا بلال بېګ تر دې ۱۳ کاله کشر دی.

دې په ۱۹۹۰ کال لومړی واده کړی و خو په ۲۰۰۵ کې ورڅخه جلا شوه او وروسته یې په ۲۰۱۵ کې له عمران خان سره واده وکړ.

ریحام خان پر خپله فیسبوکپاڼه د خپل واده خبر او د خپل ژوند د نوي ملګري عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې له داسې کس سره یې واده کړی چې باور پرې کولی شي.

د هغې نوی مېړه میرزا بېګ، چې ۳۶ کلن دی، د امریکا د شمال لوېدیځ ایالت واشنګټن په مرکز سیاټل کې اوسي.

ریحام خان یوه لور او دوه زامن لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب