دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهيو نيم سل نادولتي موسسو په افغانستان کې خپل فعاليتونه ودرول

يو نيم سل نادولتي موسسو په افغانستان کې خپل فعاليتونه ودرول

تاند:( یکشنبه، د جدي یوولسمه) ‏‏‏د ملګرو ملتونو د ښځینه حقونو څانګې ويلي، چې په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په اړه د طالبانو پریکړه د څه باندې يو نيم سل موسسو د فعالیت دريدو سبب شوی دی.

دغه اداره وايي، چې یادو موسسو خپل فعاليتونه تر ۸۶ سلنې درولي دي.

ویل شوي، چې دغو موسسو تر ډېره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې فعالیتونه کول.

په نادولتي موسسو کې د ښځو کار د طالبانو د ادارې د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې منع شوی، چې پراخ توند غبرګونونه ېې را پارولي دي.

د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې له نادولتي موسسو څخه ېې د ښځينه کارکوونکو په اړه« خطرناک راپورونه» تر لاسه کړي.

هغه په یوه مرکه کې تور پورې کړی، چې له همدې امله د طالبانو ادارې په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو کار کول منع کړل.

ذبيح الله مجاهد ونه ويل، چې دغه« خطرناک راپورونه» څه او په کومو مستندو اسنادو متکي دي ؟

د طالبانو منتقدین دوی له ښځو سره په پراخ جنسيتي تبعيض تورنوي او وايي په دې برخه کې له هر ډول نفرت، دروغو او حتا ملي عزت ته له سپکاوي کار اخلي او افغانې ښځې او پت ېې د پردو په اشاره او خپله عقده بدناموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب