Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار کې د اوبو رسولو او نورستان کې د ځنګلونو د بيا...

کندهار کې د اوبو رسولو او نورستان کې د ځنګلونو د بيا کرلو پروژې پیل شوې

تاند:( یکشنبه، د جدي یوولسمه) ‏‏‏د نورستان په مرکز او واما ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو نړېوالې ادارې په مالي ملاتړ د څړځایونو او ځنګلونو د ساتنې او بیا احیا کولو درې کلنې پروژې د پلي کېدو چارې نن پیل شوې.

ځايي چارواکو د يادې پروژې نور جزییات نه دي ورکړي، خو وايي نورستان ۳۰۰ زره ځنګلونه او ۲۰۰ زره هکټاره څړځایونه لري.

د یو بل خبر له مخې: ‏د ‎کندهار له ارغنداب د ۸۹ میلیونو افغانیو په لګښت د دغه ولایت د مرکز نهمې ناحیې ته د څښاک اوبو رسولو په موخه د نل غځونې پروژې چارې نن پیل شوې.

 ځايي طالب چارواکي وايي د دې پروژې له لارې به یې ۵ زرو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...