پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد کابل پوځي هوايي ډګر کې چاودنه شوې

د کابل پوځي هوايي ډګر کې چاودنه شوې

تاند:( یکشنبه، د جدي یوولسمه) ‏‏د کابل په پوځي هوايي ډګر کې چاودنه شوې، چې د طالبانو چارواکو پکې د يو شمېر کسانو مرګ ژوبله تاييد کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، چې دغه چاودنه نن سهار د ياد شوي هوايي ډګر په بهرني قراول کې رامنځته شوې ده.

ټکور زیاتوي، چې په دې چاودنه کې یو شمېر « هېوادوالو» ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د چاودنې د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه دي ويلي.

کومې ډلې تر اوسه د دغې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...