یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاندراب کې د قومندان خیر محمد په وژل کیدو د عطا محمد...

اندراب کې د قومندان خیر محمد په وژل کیدو د عطا محمد نور او احمد مسعود ناندرۍ

تاند:( یکشنبه، د جدي یوولسمه) ‏‏د بغلان په اندراب کې طالبانو سره د جګړې له امله د قومندان خیر محمد په وژل کیدو د عطا محمد نور او احمد مسعود تر منځ په ټولنیزو رسنیو کې ناندرۍ رامنځته شوي.

قومندان خیر محمد د افغان ملي پوليسو پخوانی قومندان و، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ېې د طالبانو خلاف د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په نوم جنګي ډله کې وسله والې جګړې ته مخه کړه.

هغه څو ورځې مخکې په داسې مهال ووژل شو، چې ورته نیږدې سرچينو د نوموړي د وژل کیدو اصلي دليل د مهماتو او تجهيزاتو نه ور رسیدل وبلل.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور، چې په ترکیه کې مېشت دی، د نوموړي په وژل کیدو له خواشينۍ څرګندولو سره وويل، چې د وژل کیدو اصلي دليل ېې د ځينو کسانو بې تدبيري ده.

عطا محمد نور مخکې هم پر مقاومت او نورو وسله والو ډلو له دې امله نیوکې کړې وې، چې ګواکې مشران ېې خپله هېواد نه بهر دي او په تش لاس نور خلک پر طالبانو وژني.

د مقاومت ډلې مشر احمد مسعود د عطا محمد نور په غبرګون کې ویلي، چې دوی په لږو امکاناتو همدومره فعاليت کولای شي او که چا ته تر دوی ځان با تدبيره ښکاري، را دې شي او تر دوی دې په ښه ډول د طالبانو خلاف جګړه مخته يوسي.

احمد مسعود عطا محمد نور ته په کنايه دا هم ویلي، چې د منتقدانو د ساعت او نورو پوښاکو په پيسو ېې د جنګیالیو د یوه کال خرڅ تامينیدای شي.

عطا محمد نور د برانډ او څو سوه زره ډالري ساعتونو، الماس ګوتمو او نورو عصري توکیو په استعمال مشهور دی.

د قومندان خیر محمد زوی بيا په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د پلار په شان ېې جګړې ته دوام ورکوي.

طالبان بيا ټينګار کوي، چې پر ضد یې هر پاڅیدونکی وسله وال او سياسي مخالف له« اسلامي نظام څخه ياغي» بولي او له منځه یې وړي.

1 COMMENT

  1. هره جګړه ناحقه او نارواح ده او یواځې افغان وژنه او هیواد ورانونه ده. طالب هم ناحق دی مګر تاسو خو ببخي شرمولې او هر څه یواځې د خپل نفس او جیب لپاره کوئ. تاسو امتحان شوي یاست او بیا افغانان ستاسو په څیر غله، رهزن، جاسوسان، مفسدین او خاینین نه غواړي. تاسو اوس کوښښ کوئ چې د ژبې او سمت په نوم خلک تیرباسئ مګر افغانان نو هوښیار شوي. د طالب طرفدار هم څوک ندي ځکه هغوی هم ستاسو غوندې پردیپال دي خو که د ښځو حقوق ومني او نړیوال قوانین عملي کړي او د نړیوالو سره راشه درشه شروع کړي بیا ستاسو بهتر دي لږترلږه جګړه او وینه تویونه خو کمه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب