جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپر افغانستان د TTPد ځپلو په نوم د پاکستان د عملياتو خبرداری،...

پر افغانستان د TTPد ځپلو په نوم د پاکستان د عملياتو خبرداری، غبرګونونه څه دي؟

تاند:( یکشنبه، د جدي یوولسمه) ‏‏د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله خبرداری ورکړی، چې هېواد به ېې د تحريک طالبان پاکستان د ځپلو په نوم د افغانستان په خاوره کې عمليات وکړي.

نوموړي څو ورځې مخکې ادعا کړې وه، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې شاوخوا لس زره پاکستاني طالبان پټ شوي.

د هغه دې او د پاکستان د وروستیو ورځو نورو څرګندونو ته په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د قبایلو چارو وزارت پخواني مرستيال جمال الدين بدر وويل، په دې اړه چې يو هېواد پر بل هېواد د خپلې مخالفې ډلې خلاف برید وکړي، لا له وړاندې یو عرف رامنځته شوی او امریکا هم په دې نوم پو افغانستان بريد کړی و، چې القاعده ډله له منځه یوسي.

په افغانستان کې د ایران پخوانی سفير محمد رضا بهرامي بيا د طالبانو په وسيله په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیک عمق د سیاست عملي کیدو ته په اشارې وايي چې پر نیابتي ډلو سره تعامل او پرې پانګونه ناسمه ارزونه ده او د وړاندوينې خلاف پایلې لرلای شي.

د هغه په باور، په افغانستان کې اوس TTP د خپل ستراتيژيک عمق په لاسته راوړلو بريالی شوی.

د هرات او لوګر پخواني والي عبدالقیوم رحیمي بیا نوموړي ته په غبرګون کې ویلي، چې داعش او جیش العدل ډلې به هم په افغانستان کې خپل ستراتيژيک عمق تر لاسه کوي، ځکه چې طالبان زمینه ور برابروي او سیمه به د طالبانو د ملاتړ بیه ادا کړي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو کارپوه سمیع یوسفزی بيا باور لري، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د ځپلو په نوم د پاکستان عمليات به دغه هېواد ته پايلې ونه لري.

د نوموړي په باور، افغانان به له طالبانو څخه د ټولو نارضایتو سره بیا هم د پاکستان خلاف طالبانو سره ودريږي او طالبان به نور د پاکستان بریدونه بې ځوابه پرې نه ږدي.

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنيدو سره، دغه هېواد د پاکستاني طالبانو د ځپلو په پلمه په خوست او کونړ ولايتونو کې پر افغان خاورې هوايي بریدونه وکړل او هم ېې په پکتیکا کې د یو شمېر پاکستاني طالب قومندانانو د وژلو بې تفصيله خبر ورکړ.

1 COMMENT

  1. لومړی دا خبره باید وکړم چی پاکستان دا کار ځکه نشی کولی چی دلته نړی شته او افغانان هم هسی اوبو ندی راوړی مګر که دا کار پاکستان وکړ ډیر درنه بیه به یی پری کړی ځکه هند هم دا کار کولی شی مګر هغه امریکا او تیر افغان دولتونه وو چی دا کارونه یی ونکړ او پآکستان ټولی سیمی او نړی ته په ناسور بدل شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب