شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهیوه ډله بهر مېشتي متخصصین کابل کې لوی روغتون جوړوي

یوه ډله بهر مېشتي متخصصین کابل کې لوی روغتون جوړوي

تاند:( دوشنبه، د جدي دولسمه) ‏‏‏‏‏‏د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغان نړیوال خوځښت له مشر ډاکټر حبیب خالد غفاري سره لیدلي.

 ډاکټر غفاري ويلي، دغه خوځښت له هېواد څخه بهر د نورو افغان متخصصینو په مرسته او همکارۍ د افغانانو د بشري وضعیت د ښه والي او روغتیایي ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې غواړي د خپلو ملګرو په مرسته د افغانانو د روغتیایي ستونزو کمولو لپاره په پلازمېنه کابل کې ستر او معیاري روغتون جوړ کړي.

 مولوي کبیر په خپلو خبرو کې ټول بهر مېشتي متخصصین خپل هيواد او د خلکو خدمت ته بللي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د سخت دریځو قیوداتو، د نجونو او ښځو پر زده کړو او فعاليتونو د بندیز او د واک د انحصار له امله افغان متخصصين او ان عام خلک د هېواد پرېښودو خبر ورکوي.

طالبانو په کابل کې د نړیوال روغتون جوړیدو د پلان په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

يو شمېر خلک د دوی ورته اعلانونو ته د شک او تبلیغاتو په سترګه ګوري.

2 COMMENTS

  1. په ملا کراسي کې ښځې نشته . هلته به د حورو پرځای غلمان یا ښکلي او جذاب هلکان په دندو بوخت وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب