تاند:( دوشنبه، د جدي دولسمه) په هرات ولایت کې د تيکواندو سنتيITTAF شلم پړاو او همدا راز د افغان ځوانانو تر منځ د ورزشي انجمن یولسم پړاو سیالۍ د اته لوبډلو او ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ په درې ډلبندیو ” کوچنیانو، ځوانانو او کمکیو ځوانانو” برخو کې ترسره شوې.
یادې سیالۍ د تکواندو فدراسیون رییس او نورو ورزشي چارواکو په حضور کې ترسره شوې.
د دې سیالیو موخه د هرات د تکواندو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل وو.
د یادو سیالیو څخه احسان الله د عبدالستار زوی د ځوانانو په برخه کې، غلام رسول د غلام فاروق زوی د کمکیو ځوانانو په برخه کې او زبیر د عبداللطیف زوی د کوچنیانو په برخه کې تر ټولو غوره لوبغاړي وټاکل شول.