شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهکابلوف: افغانستان کې د امریکا د بیا نفوذ موندلو هڅو ته انديښمن...

کابلوف: افغانستان کې د امریکا د بیا نفوذ موندلو هڅو ته انديښمن يوو

تاند:( دوشنبه، د جدي دولسمه) ‏‏‏‏‏‏‏د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د بيرته نفوذ موندلو د هڅو په اړه انديښنه ښودلې ده.

هغه دا انديښنه په يوه تازه مرکه کې څرګنده کړې، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

ضمير کابلوف په عین حال کې ويلي، چې د طالبانو د حاکمې ادارې د په رسميت پېژندلو بهير پيل شوی، خو د طالبانو له لوري د واک قومي انحصار يې د پرمختګ پر وړاندې خنډ دی.

څه موده مخکې ايراني رسنيو په قطر کې د امريکايي استخباراتو مرستيال سره د طالبانو د استخباراتو ادارې د مشر مولوي عبدالحق وثیق په ليدنې او له هغې وروسته افغانستان ته د بشري مرستو په نوم د امریکا د اونيزو څلويښت ميليون ډالري کڅوړو په څو- څو ځله استولو انديښنه ښودلې وه.

د طالبانو اداری د روسي استازي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دغې ادارې تل په متوازن بهرني سياست ټینګار کړی.

1 COMMENT

  1. ورک شه مړويسي،
    دا ټولې لوبې ستاسې له لاسه چې ټول په ګډه بيا هم هماغه د پنجاب ډول ته نڅېږئ.
    خبيث انسانه شف شف يا کوړکی له طالبانو سره کوې، خو هګۍ پنجاب ته اچوې.
    ښکاره خبره ده چې څوک پرې لګښت کوي، نو د واک اختيار به يې هم له هغوی سره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب