Homeخبرونهلغمان کې ۴ ترافيکي پېښې؛ ۳ تنه وژل شوي او ۲۱ ټپيان...

لغمان کې ۴ ترافيکي پېښې؛ ۳ تنه وژل شوي او ۲۱ ټپيان دي

تاند:( دوشنبه، د جدي دولسمه) ‏‏‏‏‏‏‏په لغمان ولایت کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله ۲۱ تنه ټپیان او ۳ تنه مړه شول.

د‌ دغه ولایت د ترافیکو لپاره د طالبانو مدیر مولوي حبیب الله مبارز وویل:«د لغمان په څلورو سیمو کې ترافیکي پېښې رامنځته شوي، له امله یې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.»

هغه وایي لومړۍ پېښه د یکشنبې مازیګر ناوخته دولت شاه ولسوالۍ کې د صرف موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې ۱۴ تنه پکې ټپیان او یو تن مړ شوی دی.

د هغه په وينا د پېښې ۵ تنه ټپیانې ښځې دي.

دويمه او درېیمه پېښه بیا پرون مازیګر مهال د کابل-جلال اباد پر لویه لار د شهرا چینایانو بېس او کفترخانو سیمو کې د موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، ۵ تنه پکې ټپیان، دوه تنه مړه دي او څلورمه پېښه بیا د مرکز اړوند پهلوان بابا سیمه کې د ریکشا او سراچې د ټکر له امله رامنځته شوې چې دوه تنه پکې ټپیان شوي دي.

د‌ طالبانو دغه مقام وایي: ټپیان پروخت د مهترلام ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

په وروستيو کې د هېواد له مختلفو سيمو څخه د ترافیکي پېښو خبرونه زیات شوي، چې اصلي دليل يې د موټر او نورو نقليه وسايطو د چلوونکو بې احتياطي ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...