دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهفرانس ۲۴: د طالبانو په منځ کې د ناحکومتي موسسو پر...

فرانس ۲۴: د طالبانو په منځ کې د ناحکومتي موسسو پر سر اختلاف زیات شوی

تاند(دوشنبه، د جدي ۱۲مه۹ فرانس ۲۴ تلویزیون وايي، په ناحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ اختلاف رامنځته کړی دی.

فرانس ۲۴ وايي چې باوري سرچینو ورته ویلي چې طالبان په دې مسله سره وېشل شوي دي.

دې تلویزیون ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد له واشنګټن څخه د ټېلفون له لارې ویلي:

«د طالبانو په منځ کې اکثریت د ناحکومتي موسسو د ښځینه کارکوونکو پر کار له بندیز سره مخالف دی. حتي د طالبانو د مشرتابه اکثریت له دې پرېکړې سره مخالف دی.»

خلیلزاد چې له طالبانو سره د اتلس میاشتنیو خبرو په پای کې د دوحې موافقه لاسلیک کړه، په ۲۰۲۱ کې خپل ځای ټام ویسټ ته وسپاره. خو دی وايي چې لا هم له یو شمېر طالب چارواکو سره په تماس کې دی.

فرانس ۲۴ وايي، خلیلزاد د هغو کسانو د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه چې دی ورسره په تماس کې دی خو ویې ویل:«ما له دوی سره پخوا هم خبرې کړي او اوس هم ورسره ږغېږم، دوی د دې پرېکړې سخت مخالف دي.»

د طالبانو ترمنځ لومړی وار اختلاف د ۲۰۲۲ په مارچ کې هغه مهال څرګند شو چې دوی له شپږم ټولکي پورته نجونو له زده کړو سره مخالفت وکړ.

یو شمېر طالب چارواکو د نجونو د پوهنتوني زدکړو پر بندیز هم نیوکې کړي دي.

فرانس ۲۴ وايي چې په ناحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پر سر اختلاف د کندهار مېشتو اک کابل مېشتو طالبانو ترمنځ دی. د دغه تلویزیون پر اساس، د طالبانو مشر ملا هبت الله او شورا یې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار مخالف دي خو کابل مېشتي طالبان په دواړو برخو کې نرم دریځ لري.

خلیلزاد بیا وايي چې دقیقاً نه پوهیږي چې کوم چې د چا د فشار له کبله طالبانو د نجونو او ښځو د کار او زده کړو مخه نیولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب