جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل پرونۍ پېښه کې د ۱۴ تنو د وژل کیدو او...

د کابل پرونۍ پېښه کې د ۱۴ تنو د وژل کیدو او ۱۸ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی

تاند:( دوشنبه، د جدي دولسمه) ‏‏‏‏‏‏‏نړيوالو رسنيو د خپلو سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې د کابل هوايي ډګر سره د پروني برید له امله ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

الجزيرې تلويزيون ويلي، چې دغه ارقام باوري سرچينو ورسره شریک کړي دي.

 ياد شوی برید پرون سهار تر سره شو، چې تر اوسه ېې د وژل شويو او ټپيان د هويت په اړه دقیق معلومات نشته.

د دغه برید د څرنګوالي په اړه ضد و نقیضې ادعاوې کیږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له پېښې لږ وروسته وويل، چې په پوځي هوايي ډګر کې چاودنه شوې او يو شمېر « هېوادوالو» ته ېې مرګ ژوبله اړولې ده.

ځینو رسنیو د خپلو سرچينو له قوله وویل، چې پېښه د ځانمرګي بريدګر د برید له امله رامنځته شوې ده.

د یادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب