Homeخبرونهداعش وايي، د کابل په برید کې یې ۲۰ تنه وژلي

داعش وايي، د کابل په برید کې یې ۲۰ تنه وژلي

تاند(دوشنبه، د جدي ۱۲ مه) داعش تروریستي ډلې د کابل د هوايي ډګر د پرونۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د وروستیو راپورونو له مخې، د کابل د هوايي ډګر د پوځي برخې په لومړي قراول کې په پرونۍ چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش ډلې نن (دوشنبه) په ټیلګرام کې ادعا کړې چې په پروني برید کې یې ۲۰ تنه وژلي او ۳۰ نور ژوبل کړي دي.

پرون د دې چاودنې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنه ښوول شوی و خو نن طالب سرچینو د ۱۴ تنو وژل کېدا او د ۱۸ نورو ژوبلېدا تایید کړه.

تر دې وړاندې په کابل کې د چینایانو د هستوګنې پر هوټل د حملې مسوولیت هم داعش په غاړه اخیستی و.

که څه هم دا ترهګره ډله په افغانستان کې کومه سیمه تر کنترول لاندې نه لري خو د اکثره بمي او انتحاري بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...