جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحقاني:د ښځو په اړه د محدودیتونو د حل لارې موندلو هڅې روانې...

حقاني:د ښځو په اړه د محدودیتونو د حل لارې موندلو هڅې روانې دي

تاند:( دوشنبه، د جدي دولسمه) ‏‏‏‏‏‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې د کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني وايي، چې د ښځو پر وړاندې د محدويتونو د حل لارې هڅې روانې دي.

نوموړي نن د يوناما مرستيال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې وویل:« د نجونو د زده کړو په ګډون د وروستیو محدويتونو د داسې حل لار موندلو په هڅه کې یوو، چې له شریعت او د خلکو فرهنګ سره برابر وي.»

‏په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار او په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو له منع کولو سره د طالبانو د ادارې پر وړاندې توند غبرګونونه ښودل شوي.

د نړيوالو موسسو یو شمېر استازو پرون د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره د لیدنې پر مهال دې ته په اشارې چې ۲۸ میلیونه افغانان عاجلو بین المللي مرستو ته اړتیا لري ویلي، د دې وضعیت دوام د دې لامل کېږي، چې بین المللي ټولنه له افغانستان سره پخپلو بشري مرستو بیاکتنه وکړي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي ځانګړي سلاکار وویل، په نوي زیږدیز کال کې د افغانستان لپاره له مرستندویه هیوادونو څخه د ۴٫۵ میلیارد ډالرو مرستو غوښتنه شوې او د دغو محدودیتونو دوام به د دې مرستو ترلاسه کول ناممکن کړي.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال مولوي حنفي ويلي، چې رامنځته شوې ستونزې باید د تفاهم له لارې حل شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا یو نیم سل نړیوالو ادارو د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بنديز له امله په افغانستان کې خپل فعاليتونه ودرول.

د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې له نادولتي موسسو څخه ېې د ښځينه کارکوونکو په اړه« خطرناک راپورونه» تر لاسه کړي.

هغه په یوه مرکه کې تور پورې کړی، چې له همدې امله د طالبانو ادارې په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو کار کول منع کړل.

ذبيح الله مجاهد ونه ويل، چې دغه« خطرناک راپورونه» څه او په کومو مستندو اسنادو متکي دي ؟

د طالبانو منتقدین دوی له ښځو سره په پراخ جنسيتي تبعيض تورنوي او وايي په دې برخه کې له هر ډول نفرت، دروغو او حتا ملي عزت ته له سپکاوي کار اخلي او افغانې ښځې او پت ېې د پردو په اشاره او خپله عقده بدناموي.

3 COMMENTS

  1. تر هغه ځاې چی ګورو حقانی خپله مستقیم له ای اس ای سره اړیکې لرې او دې ای اس ای ټولی نقشی تدبیقوې نو دا دې حقانې خبر په دې معنا ده چې اې اس ای اوس پوه ده چې دا یو غلته پریکړه وه او ورته دې حل لاره ګورې دا چې خلک وایې چې ملا لوطی هیبت په دستور دا ښونځې تړل شوې دا غلته خبر ده ملا لوطی خپله دې اې اس اې کس ده او هر وخت اې اس اې تصمیم ونیسې ملا لوطې هیڅ هم نشې کولی

      • حرامې خو ته بې چې مور دې پنجابی غولی او ته ترې پیدا سوې یې ته دې هیرامندې حرامی یې چی دې مکتب او تعلیم او وطن په معنا هیچ نه پوهیږې نران مو لوطیان دې او ښځې مو کروند ګرو کښې کوس ورکوېې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب