جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههرات کې د ايران د وژل شوي استخباراتي مشر په درناوي نندارتون...

هرات کې د ايران د وژل شوي استخباراتي مشر په درناوي نندارتون جوړ شوی

تاند:( دوشنبه، د جدي دولسمه) ‏‏‏‏‏‏‏هرات کې د ایران د یوه وژل شوي ناندريز استخباراتي مشر قاسم سلیماني په درناوي، د هغه د وژل کیدو د کلیزې په مناسبت د عکسونو نندارتون جوړ شوی.

ایراني رسنیو ویلي، چې په دې نندارتون کې د ايران د کونسلګرۍ چارواکو هم ګډون کړی و.

سلیماني د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک مشر و، چې څو کاله مخکې د امریکایي ځواکونو د برید پر مهال د عراق په پلازمېنه بغداد کې ووژل شو.

نوموړی په سيمه کې د ایران د استخباراتي پروژو د عملي کیدو مهم تطبيقونکی بلل کیده او ويل کېږي، چې طالبانو سره د ایران مخکینۍ ترينګلې اړيکې هم هغه ترمیم او د طالبانو د مالي او تسلیحاتي ملاتړ له لارې د دوی بیرته واکمنيدو سره مرسته وکړه.

په يادو مراسمو کې د طالب چارواکو د ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ويل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب