جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهار: په ۲۲ ميليونه افغانيو د ۲ سړکونو چارې پيل شوې.

ننګرهار: په ۲۲ ميليونه افغانيو د ۲ سړکونو چارې پيل شوې.

تاند:( دوشنبه، د جدي دولسمه) ‏‏‏‏‏‏‏د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې کې د ښاروالۍ ادارې په ۲۱.۶ ميليونه افغانيو مالي لګښت د دوه کيلومتره په اوږدوالي د دوو فرعي سړکونو د جوړونې چارې پيل شوې‌.

د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې دې سړکونو په اوږدو کې پلې لارې، ويالې او ګلدانونه هم جوړيږي، چې د شپږ مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

د جلال اباد لپاره د طالبانو ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند د ياد سړک د چارو پرانيستلو پر مهال له ښاريانو وغوښتل، چې د عوايدو په ټولولو کې همکاري وکړي، ترڅو د ښار په ټولو برخو کې متوازن انکشاف رامنځته شي.

له جلال اباد څخه په وروستيو کې د ورته پروژو خبرونه زیات شوي، چې خلکو ېې هرکلی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب