جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحامد کرزي د یوناما له مرستیال سره د ښځو پر زده کړو...

حامد کرزي د یوناما له مرستیال سره د ښځو پر زده کړو خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د جدي ۱۳ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال مارکس پوتڅل سره ولیدل.

ښاغلي کرزي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې په دې کتنه کې، د افغانستان او سیمې په اړه پر خبرو سربېره دواړو خواوو د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو او کار ته د ښځو پر پرېښودلو ټینګار وکړ.

طالبانو، چې له واک ته رسیدو وروسته یې له شمالي ولایتونو پرته په نورو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې کړې وې، په وروستیو کې د نجونو پر مخ پوهنتوني زده کړې منع کړې.

حامد کرزي د دې ترڅنګ د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا له باندنیو چارو وزیرې رتنیو مرسودي سره ټېلفوني خبرې وکړې.

ده اغلې مرسودي ته وویل چې له اندونیزیا په دې مننه کوي چې د ۲۰۲۲ د دسمبر په اتمه یې د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار په ملاتړ غونډه جوړه کړه.

حامد کرزی د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په کابل کې پاتې شو او په وروستیو کې یې اجازه ترلاسه کړه چې یو شمېر هیوادونو ته سفر وکړي او هلته له هغو افغانانو سره هم وویني چې د طالبانو مخالف دي یا د طالبانو په شان نظر نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب