جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ايران د لاسوهنو دوام؛ د افغانستان درېیمه برخه خلک ېې شیعه...

د ايران د لاسوهنو دوام؛ د افغانستان درېیمه برخه خلک ېې شیعه مذهبه اعلان کړل

تاند:( سې شنبه، د جدي ديارلسمه) ‏‏‏‏‏‏‏په افغانستان کې د خپلو لاسوهنو په دوام، ایران دا ځل د افغانستان د نفوس نیږدې درېیمه برخه شیعه مذهبه اعلان کړل.

د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک اړوند تسنیم خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې يادې څرګندونې د ایران د علماوو شورا مشرانو له کابل څخه د شیعه علماوو ورغلي پلاوي سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

ایراني علماوو او ورسره لیدونکو افغان شیعه عالمانو نه دي روښانه کړي، چې له دې څرګندونو یې هدف څه دی او دغه ارقام د کومې رسمي احصايې په اساس وړاندې کوي؟

ايران تورن دی، چې د مذهب په نوم ېې یو شمېر افغان شیعه عالمان او سياستوال په خپلو منګولو کې نیولي او د خپلو سياسي موخو لپاره په افغانستان او سیمه کې استفاده ورڅخه کوي.

پرون په هرات کې د ایران د استخباراتي ځواک( سپاه پاسداران) د يوه وژل شوي مشر قاسم سلیماني د کليزې په مناسبت د انځورونو یو نندارتون تر سره شو.

سلیماني د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک مشر و، چې څو کاله مخکې د امریکایي ځواکونو د برید پر مهال د عراق په پلازمېنه بغداد کې ووژل شو.

نوموړی په سيمه کې د ایران د استخباراتي پروژو د عملي کیدو مهم تطبيقونکی بلل کیده او ويل کېږي، چې طالبانو سره د ایران مخکینۍ ترينګلې اړيکې هم هغه ترمیم او د طالبانو د مالي او تسلیحاتي ملاتړ له لارې د دوی بیرته واکمنيدو سره مرسته وکړه.

يو شمېر افغانان د طالبانو له حاکمې ادارې غواړي، چې هېواد کې د ايران د لاسوهنو د دوام مخه ونيسي.

1 COMMENT

  1. د افغانانو د نفوس کره شمیره او د هر قوم تعداد تر اوسه خپله افغانانو ته هم ندی معلوم مګر ایران د خپلې خیټې هڅ وهي او اپلتې وايي. تاجک ځان تر ټولو زیات ګڼي بیا هزاره ځان د هغوی هم زیات ګڼي او کله چې ددوی شمیرو ته وګورې فکر به کوې چې د افغانستان نفوس به ۱۰۰ میلونه وي، ځکه پښتانه خو ددې نورو څو چنده زیات دي خو پښتانه چې اکثره بیسواده دي او په سوشل میډیا کې کوم رول هم نه لوبوي دې نورو تقریبا په اقلیت کې شمیرلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب