څېړنې ښيي چې کم خوب کول د انسان په بدن کې ډراماتیک تغییر راوړي، چې له امله يې پر روغتیا ناوړه او بدې اغېزې پرېباسي.
بريتانیايي څېړونکې وايي، هغه کسان چې په ۲۴ ساعتونو کې له ۶ ساعتو کم خوب کوي او دا سلسله تر یوې اوونۍ پورې دوام وکړي نو د هغه انسان په بدن کې (د کروموزونونو ) بدلونونه پیل کیږي.
په لندن کې یوې طبي ډلې په خپله څېړنه کې دا په ډاګه کړې چې کم خوب کول د زړه له ناروغۍ، ذهني کمزورۍ او چاغوالي سره ژوره اړیکه لري.
دغه ډله وايي د کم خوب له امله موږ په خپل بدن کې بلا بدلونونه او ګڼې ناروغۍ زیږوو.
یادې څېړونکې ډلې د ۲۶ هغو کسانو نه د هغوی د وینې نمونې اخیستې دي، چې په یوه اوونۍ کې يې د شپې لخوا ۱۰ ساعته خوب کړی دی، دوی د دويم ځل لپاره د همدې کسانو د وينې معاينات هغه وخت وکړل، چې په يوه اوونۍ مکمل د شپې له خوا ۶ ساعته ويده شوي وو.
کله، چې د دواړو معايناتو ترمنځ پرتله وشوه، نو دا څرګنده شوه، چې د کم خوبۍ په وخت کې ۷۰۰ ډوله ناروغيو ځانونه د دوی په بدنونو کې ښکاره کړي دي.
څېړنیزه ډله وايي د کم خوبۍ له امله په بدن کې ناڅاپي ( ډرامايي) تغيرات راځي، چې په بدن کې ټول شته ستونزې راڅرګندوي.
روغتیا پوهان ټینګار کوي، چې د سالمې روغتيا درلودلو لپاره انسان بايد په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۸ ساعته خوب وکړي.