تاند:(سې شنبه، د جدي ديارلسمه) د طالبانو او پاکستان د سیاسي ناندریو سره هم مهاله، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې خبر ورکړی، چې اسلام اباد د افغان سوداګرو پر ليږدونکو توکیو نوي محدودیتونه لګولي.
د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، پاکستان د کراچۍ بندر له لارې سوداګرو ته د خپلو محصولاتو د لېږد په لاره کې خنډونه جوړوي.
د دغې ګډې خونې مشر، نجیب الله صافي وویل: ” د پاکستان حکومت د اجناسو لکه ټایرونو، بریښنایی وسایلو، درملو، تیلو او بورې بیې زیاتې کړي دي.”
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل: “دا عمل د نړیوالو نورمونو خلاف دی. هیڅوک حق نه لري چې له موږ څخه د رسید غوښتنه وکړي.”
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان له لارې ۲ میلیونه ټنه تازه مېوه او نور توکي صادروي او په وینا یې نوي محدودیتونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټ او سوداګرۍ ته زیان ورسوي.
د دغې خونې غړي، خانجان الکوزي وویل :”دوی له منځنۍ اسیا څخه ګاز، تیل او پنبه او فولاد هم واردوي. دا به پخپله پاکستان او د منځنۍ اسیا خلک هم اغیزمن کړي.”
په همدې حال کې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دوی یو پلاوی د موضوع د حل په موخه اسلام اباد ته تللی دی.
افغانستان د کراچۍ بندر له لارې خپل توکي له چین، اندونیزیا، هند او اروپايي هېوادونو واردوي.
څو ورځې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ادعا وکړه، چې د پاکستان تحریک طالبان د دوی خلاف خپل بریدونه له افغانستان څخه تنظيموي او که یې مخنیوی ونه شي، دوی به د دغې ډلې د ځپلو لپاره په افغانستان کې عمليات وکړي.
د طالبانو دفاع وزارت پرون د پاکستان دغه خبرداري ته غبرګون وښود او ویې ویل، چې د افغانستان خاوره بې څښتنه نه ده.
پاکستان مخکې هم د افغانستان سره د سیاسي اړیکو له ترینګلتیا سره پر افغان سوداګرو اقتصادي فشارونه اچولي وو.
دا لومړی ځل نه دی چې پنجابیان له افغان سوداګرو سره ظالمانه چلند کوي .
که څه هم د پاکستان دولت اویا کلن شو ، خو په سیاست کې لا ماشوم او له افغانستان سره د ماشومانو په شان لوبې کوي . یوه ورځ پخلا او بله ورځ بیا مرور وي .
که زمونږ سوداګرو ته ممکنه وي . د پنجاب له لارې ترانزیتي سوداګرۍ د بس کړي . په مقابل کې د پنجابیانوته هم اجازه نه ورکوي چې زمونږ له ګران هېواده له منځنۍ آسیا سره ترانزیتي سوداګري وکړي .
د پنجاب له اسلامي ورورګلوي او ګاونډیتوبه د توبه وباسي او پرځای د نورو هېوادونو ته مخه کړي .