جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه سعودي کې ۳۲ ښځې د ریلګاډي چلوونکې شوې

په سعودي کې ۳۲ ښځې د ریلګاډي چلوونکې شوې

تاند (سې شنبه، د جدي ۱۳ مه) په سعودي عربستان کې د بولیټ ریلګاډي ۳۲ ښځینه چلوونکیو له روزل کېدو وروسته د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ کار پیل کړ.

بولیټ ریلګاډی په ساعت کې ۴۵۳ کیلومتره مزل کوي.

د سعودي عربستان د ریللارو ادارې دا د خپل هیواد د پرمختګ لور ته یوه مهمه بریا بللې او ویلي یې دي چې دا د ښځینه ریلګاډي چلوونکو ښځو لومړۍ جوپه ده چې په ۲۰۲۲ کې یې تریننګ یا روزنه بشپړه شوې ده.

دې ادارې د نوي کال په لومړۍ ورځ د روزل شویو ښځینه ریلګاډي چلوونکیو ښځو ویدیو هم خپره کړې ده.

دوی به د سعودي د مکې او مدینې ترمنځ بولیټ ریلګاډی چلوي.

د العربیه د انګلیسي ویبپاڼې د راپور پر اساس، سعودي ښځو په وروستیو کلونوکې د دغه هیواد په اقتصادي وده کې د پام وړ ونډه لرلې او اوس د خپل هیواد په بیلابیلو سیکتورونو کې رول په غاړه لري.

د سعودي په ۲۰۱۸ کال ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه او د مترقي ولیعهد د اصلاحاتو په نتیجه کې ښځو ته د ټولنیز ژوند په بیلابیلو برخو کې نور فرصتونه هم برابر شول.

د سعودي حکومت غواړي چې تر ۲۰۳۰ پورې په تېلو اتکا پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب