پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمن د ناروغۍ په پلمه له سياسته رخصت اخيستی

فضل الرحمن د ناروغۍ په پلمه له سياسته رخصت اخيستی

تاند:( سې شنبه، د جدي ديارلسمه) ‏‏‏‏‏‏‏د پاکستان د جميعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، چې د دغه هېواد د استخباراتو مهم مبلغ بلل کېږي، د ناروغۍ په پلمه له سياست سره د مخه ښې خبر ورکړی.

نوموړي ويلي، چې دا پریکړه ېې د ډاکټرانو په غوښتنه کړې او په خپل کور کې به نور ارام وکړي.

فضل الرحمن په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې له مهمو ملاتړو څخه و.

هغه په افغانستان کې پرله پسې د جهاد په نوم د جګړو فتواوې ورکولې او د طالبانو کړنې ېې په مذهبي لحاظ توجیه کولې.

له دې سره، فضل الرحمن په پاکستان کې د تشدد خلاف پاتی شوی او هلته ېې د اسلامي اصولو د پراخ نقض له تایید سره د جګړې پر ځای په جمهوري بڼې د اصلاح او مبارزې غوښتنه کړې ده.

فضل الرحمن په داسې مهال له سياست سره د مخه ښې خبر ورکړی، چې د شنونکو په باور د افغانستان حاکمه طالباني اداره له پاکستان سره د ظاهرآ ترينګلو اړيکو په درشل کې د نوموړي ډېر ملاتړ ته اړتيا لري.

د شنونکو په باور، داسې ښکاري چې د فضل الرحمن استخباراتي رول په پای ته رسېدو دی او سياست سره د مخه ښې په نوم د طالبانو او پاکستان له ناندريو ځان لیرې ساتل غواړي.

2 COMMENTS

  1. هسی په پاکستان کی دې همجنسبازی قانون پاس شوې ده نو ډیر زر به ملا هیبت هم تقاعد شې بیا دې دواړه یو بل سره واده وکړې

  2. د شیطانانو او جاسوسانو پلار ملا ډیزل لکه ابلیس نور د مظلومو افغانانو له وژلو ستړی شو . ابلیس ډېر شاګردان وروزل . یو شمېر یې قدرت ته ورسول. په افغانستان کې یې د اسلامي نظام په نوم دوزخیان حاکم کړل.
    مونږ افغانان به د پنجاب دغه جاسوس ، ظالم ، متکبر ، منافق او منفور شیطان ته په دنیا او آخرت کې شرمنده ګي ، تر ټول سخته جزا اوپه مظلومانو د شوي ظلم انتقام دعا کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب