جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل: د ۴ تورنو انسان تښتونکو د وژلو او یوه سوداګر د...

کابل: د ۴ تورنو انسان تښتونکو د وژلو او یوه سوداګر د ژغورلو خبر ورکړل شو

تاند:( سې شنبه، د جدي ديارلسمه) ‏‏‏‏‏‏‏د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکو ويلي، چې په تایمني سیمه کې د يوه سوداګر د تښتولو د مخنيوي پر وخت د طالبانو او تښتونکو تر منځ نښته شوې ده.

د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي، چې په دې نښته کې ۴ تښتونکي وژل شوي او سوداګر یې له منګولو ژغورل شوی.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

کابل ښاریان د تښتونکو او غلو پر وړاندې د طالبانو له لاسته راوړنو خوشاله دي، خو وايي د دغې ډلې نور سخت دریځه سياستونه له افغانستان سره د نړيوال تعامل او مرستو خنډ شوي، چې له دې امله فقر او اقتصادي جرمونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب