جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+افغانستان په ۲۰۲۲ کال کی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې

افغانستان په ۲۰۲۲ کال کی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې

نورالله عزیز

د اقتصادي چارو ششنونکی او د پوهنتون استاد

د طالبانو د واکمنۍ تر چتر لاندی ۲۰۲۲ زیږدیز کال د افغانستان لپاره د حکومت او د افغانانو لپاره د ولس په توګه له ننګونو، ناخوالو، بدمرغیو او ستونزو ډک کال و. ۳۶۵ ورځی لوی فرصت و خو له بده مرغه اوس یوازې د افسانو یوه برخه شوه. په دغه کال کې ډیرو سیاسې، اقتصادي او ټولنیزو فرصتونو ته په کور دننه او یا په نړیوال کچه لاسرسی و خو له بده مرغه دا ټول فرصتونه د څو خودغرضه سیاستوالو او بې وسه مسؤولو بنسټونو د بې غوری له امله له لاسه ووتل او بدبختانه باید ووایم چې د تل په څیر به یو ځل بیا ددغو بدمرغیو او ناخوالو بیه عام ولس پرې کوي.

 ۲۰۲۲ زیږدیز کال د افغانستان لپاره په ټوله کې یو ستونزمن کال بللی شو دا ځکه چې پدغه کال کې غربت، کډوالي، طبیعې پیښو، د پانګې فرار، د زده کړو او کار په برخه کي محدویت، لومړنیو خدمتونو ته نه لاس رسې، د بانکې او مالي نظام کمزوي کیدل، په کوردننه د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو لګول، د ښځو پر زده کړو او کاري برخه د محدویتونو وضع کول او داسې نور… ددې لامل شوي چې په نړیواله کچه افغانستان نور هم منزوي شې چې له امله یې د هیواد روان وضعیت د ډيرو راتلونکو کلونو لپاره داسې یوه حالت ته ولاړ شې چې راتلونکي لنډ مهال کې به د نظام او عام ولس تر منځ واټن زیات او په اوږدمهاله کې به د عام وګړو د ژوند کولو بهیر سخت اغیزمن کړي.

که له بې کارې، بې وزلۍ او د خوړو له نه خوندیتوب یې پیل کړو داسي لیدل کیږي چې دغه فکتورونه د ډیرو نورو ستونزو په زیږولو کې یې رغنده رول لوبولای او په پایله کې يې د ټولنې یوه لویه برخه (ځوان او با تجربه کاري ځواک) د هیواد پريښودلو او په لوړ قیمت غیر قانونې کډوالۍ ته د غاړې ورکولو لپاره مجبور کړي او له بده مرغه چې ځینو يې په همدې هڅو کې خپل ژوند نذرانه کړ او ډیری نور یې اوسمهال د بیلابیلو هیوادونو په زندانونو کې د یو نامالوم راتلونکې لپاره د زجر او شکنجو لاندې شپې سبا کوي. که نړیوالو راپورنو ته یو ځغلنده نظر وشي نو دا به جوته شې چې په ۲۰۲۲ کال کی څه د پاسه ۲۴.۴ میلیون وګړو چې تقریبا د ټول نفوس ٪۵۵ برخه تشکیلوي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لرله، همدا راز ددغه کال تر پایه د بیوزلۍ کچه د ۹۰ او ۹۵ سلنې په شاوخوا کې اټکل شوې چې د ناورین دغه کچه په ډیری ولایتونو کي د دریېمی او څلورمې درجی خو په غور ولایت کي د ناورین یاده کچه ددی کال په لړ کی پنځو ته ورسیده. په دې کال کې  د بې کاری کچه هم مخ پر لوړه روانه ده چې دغه شمیرې هم په دې کال کې څه باندې یو میلیون تنو ته ورسیده. د خوراکي توکو د بیو لوړوالی که څه هم یوه نړیواله موضوع وه خو افغانستان کي دغه لوړوالی بی ساری بلل شوی، په تیر کال کی د لومړیو اړتیا وړ توکو نرخونه د مثال په ډول غنم ٪۶۸ سلنه غوړي ٪۵۶ سلنه کیماوي سره ٪۱۰۴ سلنه او همدارنګه ګاز او تیل تقریبآ ٪۵۹ د قیمت له پلوه هغه څه وو چې بې وزلي او د خوړو نه خوندیتوبت ته یې په هیواد کې لاره هواره کړې او په دې سره یې کورنیو د پېریدلو ځواک په منځني ډول له ۲۲۵ ډالرو تقریبآ تر ۵۶ ډالرو ته را ټیټه کړه او په ټولییزه توګه د ټولنیز عاید کچه د ۳۰ او ۳۵ سلنو په شاوخوا کي کموالی وموند. دا ټول په داسی یوه حالت کې رامنځ ته شوي چې افغانستان ته هر اوونۍ د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري تقریبآ۴۰ میلیونه ډالر چې تر دې مهاله څه باندې یو نیم ملیارده ډالره کیږي د بشري مرستو د کڅوړو په نوم راغلې  چې د بشري مرستو دغه  کڅوړې چې پر مټ یې ډالر افغانستان ته راوړل کیږي، د افغانۍ په ارزښت او د انفلاسیون په کنټرول کې مهم رول ترسره کړی او روان ناورین یې له فاجعې تر ډیره بریده ساتلی.

سوداګري او پانګوونې هم په ۲۰۲۲ کال کی ډير زیان لیدلی، که د سوداګرۍ لړۍ په دی کال کی ولیدل شي نو دا جوتیږي چي د افغانستان سوداګریزې اړیکې په دې کال کي تقریبا د ۹۷ سلنو په شاوخوا کې د پاکستان، ایران، چین او ګاونډیو هیوادونو پورې تړلی پاتې شوی. د صادراتو په برخه کې زیاتوالی چې تقریبا د ۸۵۰ میلیونو په شاوخوا کې تری یادوونه شوې تر ډیره بریده د ډبرو سکرو له درکه تر لاسه شوی چي اوس هم د ۵.۱۰۹ ملیارده ډالرو پر وړاندې ډیرکم بلل کیږي چې په دې توګه د سوداګرۍ بیلانس کسر اوس هم تقریبآ ۴.۴۵۷ ملیارده ډالر دی. د سوداګرۍ په برخه کي ستونزې د پخوا په پرتله زیات دي چې ډیری یې د ګاونډیو هیوادونو سره پر پوله او یا هم دننه په هیواد کې د ټرانزیت او بندورنو په اوږدو کي د هیواد لپاره د مالې تاوانونو سبب ګرځیدلي. پر مالی او بانکي نظام شته نړیوال محدودیتونو په تیر کال کی د افغانستان رسمي اقتصاد کمزوری کړی او پر ځای يې تور اقتصاد (Black Economy) پیاوړی کړی، په ځانګړې توګه کله چې د تیر کال په فبروري کې د امریکا ولسمشر هغه فرمان صادر کړ چې پر مټ به یې د افغانستان د نقدي زیرمو ۳.۵ ملیارده ډالر د غرامت په توګه د یوولسم سپتامبر د قربانیانو کورنیو ته ورکوي او همدرانګه کله چې د نقدې زیرمو ۳.۵ ملیارده د امانت صندوق ته چې د سویس په بانکونو کې به ساتل کېږي د هیواد پولې او مالې نظام ډير اغیزمن کړ چې له امله یې د تور اقتصاد بازارا ورځ تر بلې د پراخیدو په درشل کې دی او داسې بریښې چې اوسمهال  له دې لارې ډیری ګټه کورنۍ او بهرنۍ مافیایې (پولې او مالې مافیا ) کړیو ته رسیږي او ورځ تر بلې د خلکو د باور کچه د بانکی نظام په پرتله په عنعنوی سیستم (صرافې او حواله) باندی زیاته شوې چې ددغه وضعیت دوام به د هیواد پولې او مالې سیستم له ډیرو جدې ستونزو او ننګونو سره مخ کړي. که څه هم د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره په ځینو برخو کې خبرې وشوې خو له بده مرغه چې په تیر کال کې یې د پیل څرک ونه لیدل شو او بیا هم هیله شته چې په روان کال کې په دغه برخه کې عملي او موثر اقدامات تر سره شي. که څه هم ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې د پانګوونې لپاره له امنیتي پلوه د هر بل وخت په پرتله  ډیر مناسب کال بریښیده خو دا چې د ډیرو هیوادونو د پانګوونې لړۍ د هغوی د سیاسې موخو پر بنسټ پلان شوی وو نو تر ډیره بریده دغه لړۍ یا هم هیڅ پیل نشوه او یا هم له پیل وړاندې یې د پای لپاره کړنې تر سره شوې چې پدي توګه داسې بهرنۍ پانګوونه د هیواد په اقتصادي سموونه کې اغیزمن وبلل شي تر سترګو نشوه خو د روان کال لپاره بیا هم هیله مندي شته خو لازمه ده چې حاکم نظام په ډیرې زیرکۍ سره په دغه برخه کې عمل وکړي چې د اقتصادي موخو د تر لاسه کولو لپاره د نورو هیوادونو د سیاسې موخو ښکار نشي.

د بیان ازادي، رسنیزې هڅې او معلوماتو ته لاس رسی هغه درې عمده موضوعات وو چې په  ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې یې تر نورو برخو ډیر زیان لیدلی، دا ځکه چې دغه کال د مطبوعاتو په ډګر کې  د ډېرو رسنیو لپاره له ننګونې ډک کال و چې له امله یې په مرکز او ولایتونو کې تقریبآ ۲۲۵ رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله  خپل کارونه  تړلې او ډیری مسلکي خلک یې وزګار کړي. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال تقریبآ افغانستان کې ۸۳ ټلویزیونونه، ۲۱۳ راډیوګانې، ۲۸ خبري اژانسونه او ۲۰ چاپي رسنۍ فعالیت کوي خو بیا هم هغه معلومات چې عام خلک ورته سخته اړتیا لري او غواړي چې په مرسته یې وکولای شي خپل راتلونکې موخې پلان کړي په واک کې نه ورکول کیږي، هر ورځ د عوایدو د زیاتوالی خبرونه خپريږي خو د عامه لګښتونو اړوند هیڅ شمیرې د عامو وګړو په واک کې نه ورکول کیږي خو بیا هم هیله شته چې په روان کال کې دغه لړۍ داسي نه وي او رسینو ته حق ورکړل شي چې هغه برخې تر پوښښ لاندي راولې په کوم کې چې د خلکو مدنې حقونه، ټولنیز حقونه، بشرې حقونه او سیاسې حقونه خوندي شي او په دې توګه عامه خدمتونو ته د عدالت په چوکاټ کې خلک لاسرسی ولري.

د نجونو زده کړې او کاري محدودیتونه هغه څه دې چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د ټولنې د نیمایې برخې ژوند له ستونزو او ناهیلیو ډک کړ، د تعلیمی کال په لومړۍ نیټه په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو محدودیت ولګول شو چې دغه کار نه یوازې په کور دننه افغانان اغیزمن کړل بلکه په نړیواله کچه يې د افغانستان حثیت ته هم نه جبرانیدونکې صدمه ورسوله او نړیوالو ته داسی جوته شوه چې افغانان ښځو ته د اساسی حقونو په ورکړه کې هم ناتوانه دي که څه هم په دې برخه کې پراخې کورنۍ او نړیوالۍ هڅې وشوې خو پایله یې مثبته نه وه او دا موضوع هغه وخت لا ډیره جدي او لانجمنه شوه کله چې حاکم نظام په دې وروستیو کې د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب په ذریعه کورنیو او نړیوالو غیر دولتي موسسو ته امر کړی چې د خپلو ښځينه کار کوونکو کار تر بل امره پورې وځنډوي چې د دوی دغې پریکړې پراخ نړیوال، سیمه اییز او نړیوال غبرګونونه  له ځان سره لرل چې دې پریکړې د غبرګونونو تر څنګ د ځینو نادولتې ادارو د بندیدو تر څنګ د حاکم نظام انزوا حالت نور هم پیاوړی کړ او په دې توګه له نړیوالو سره د تعامل موضوع نوره هم پیچلې شوه.

امنیت، د اداري فساد کمیدل او د ځینو پروژو پلي کیدل هغه څه دي چې په اړوند یې د ۲۰۲۲ کال په لړ کې مثبت راپورونه موجود وو، که څه هم په دغه کال کې وسله واله جګړه په هغه ډول نه وه چې له امله به یې هره ورځ له دواړو غاړو په سلګونه جنګیالې وژل کیدل اما بیا هم په شمال کې نا امنې، په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې چاودنو، هدفې وژنو او د تیر نظام د ملکي او نظامې کارکوونکو شکنجه کول هغه څه وو چې د ډيرو خلکو پر ژوند یې منفي اغیزې درلودې چې ډیری خلک یې اجباري کډوالۍ ته اړ ویستلي او یا هم تر ډیره بریده په پټ ژوند کولو مجبور کړي. په دې کې شک نشته چې په اداري فساد کې د پخوا په پرتله کموالی راغلی او لامل یې هم تر ډيره بریده د عایداتې سرچینو متمرکز کول یاد شوي چې تر څنګ یې په دې برخه کې د نظارت او کنټرول زیاتوالي هم خپل تاثیرات درلودل او هغه ځکه چې ددې نظام د بودجي د تمویل لپاره ګمرکات او کانونه دوه بنسټیزې سرچینې بلل کیږي او مجبور دي چې په دې برخه کې ډير جدي ګامونه پورته کړي. د قوشتېپې کانال او ځینې نورې پروژې چې په مرکز او ځینو نورو ولایتونو کې تر کار لاندې یې د راتلونکې لپاره د خلکو هیلې په تیر کال کې یو څه ژوندۍ ساتلې خو تمه ده چې دغه هڅې او ددې ترڅنګ نورې ورته هڅې دوام وکړي چې وکولای شو له دې لارې ځینو خلکو ته د کار او عاید زمینه برابره شي.

کورنۍ او نړیوالې سیاسې اړیکې په ۲۰۲۲ کال کې تر ټول برخو زیاتې زیانمنې شوې. تمه دا وه چې په دې کال کې به حاکم نظام د یوې کورنۍ اجماع پرمټ د نړیوالۍ رسمیت پیژندنې اړوند ګامونه پورته کړي خو بر عکس ددوی هر څه د تمې خلاف و او د تیر یوه کال په لړ کې یې هغه کارونه وکړل چې حاکم نظام یې د انزاو وروستي برید ته ورساوه. تیرکال د جولای په ۳۰ د ایمن الظواهری وژل کیدل په کابل کې د حاکم نظام او القاعدې د اړیکو درلودل په ګوته کړ، په مرکز او ولایتونو کې د چاودنو او د مرکزي اسیا د هیوادنو اندیښنې د داعش اړوند، د پاکستان لخوا د TTP د غړو موجودیت او په سرحدي سیمو کې د هغوی فعالیتونه او د ښځو پر وړاندې د مسلسلو محدودیتونو وضع کول هغه څه و چې ددې کال په لړ کې یې د حاکم نظام، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنۍ ترمنځ د ترینګلتیاو فضا نوره هم پیاوړې کړه او په دې توګه د تیر کال تر پایه نه یوازی دا چې حاکم نظام د تیر په څير د انزوا په حالت کې پاتې شو بلکه هغه څه ته چې دوی ورته تمه لرله (نړیوال رسمیت پیژندل) په یوه نا معلوم برخلیک کي پاتې شو.

په ټوله کې باید وویل شي چې ۲۰۲۲ کال د افغانستان او افغانانو لپاره ډیر سخت او له کړاونو ډک کال و. په دې کال کې نه یوازې دا چې په ټولییزه توګه (سیاسی، اقتصادي او ټولنیز)  پرمختګ ونشو بلکه هیواد له خپل اصلي حالت نور هم شا تګ وکړ چې له امله یې وزګارتیا، بېوزلي او د خوړو امنیت ته د نه لاس رسې د ډیرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی چې اوسمهال ډيری خلک په داسی حالت کې دي چې په ټول هیواد کې د پاسپورت ویش شتون نه لري او نه هم د هیڅ کوم هیواد فعاله سیاسی استازولي خپل سفارتي کارونو پر مخ وړي خو بیا هم هره ورځ په زرګونه افغانان په غیر قانونې لارو د ډيرو بهرنیو اسعارو په ورکولو سره په داسې حالت کې له هیواده د یوې نامالومې کډوالۍ پر خوا ګامونه پورته کوي چې مرګ یې  په ښکاره ډول هره لحظه ژوند ګواښي چې ددغه حالت دوام به نه یوازې دا چې له هیواده د بشري او مالې پانګې د وتلو سبب وګرځې بلکه تر څنګ به یې د هیواد په راتلونکې نظام او حکومتولي د خلکو بې باوري داسې یوه حد ته ورسوي چې بیا به یې کنترول ډير ستونزمن وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب