تاند:( سې شنبه، د جدي ديارلسمه) د پاکستان د بلوچستان په مرکز کوټه کې د حاجي جان محمد په نوم يو کس په شپيتم ځل پلار شو.
هغه د مشرقي بايي پاس اوسېدونکی دی او درې ودونه لري.
نوموړي ویلي، چې د شپيتم اولاد مور سره څه موده مخکې د عمرې لپاره سعودي ته تللی و، له دې کبله ېې پر نوي زوی حاجي خوشال نوم ایښی.
۵۰ کلن جان محمد وايي، چې درې ودونه لري او د څلورم د موندنې په لټه کې دی.
د جان محمد په خبره د څلورم واده موخه يې دا ده چې د اولادونو شمېر يې سلو ته ورسوي.
هغه د نورو مېرمنو په اړه ېې وايي، چې ټولې صحت مندې دي او ېې ډېر خیال ساتي.
د جان محمد له شپيتو اولادونو څخه ۵ ېې مړه او نور ژوندي دي.
د جان محمد مشره لور شګفته نومېږي چې عمر يې 23 کاله دی.
جان محمد وايي، “زما د نارينه اولادونو شمېر شاه وخوا 24 دی، نورې ټولې نجونې دي”.
جان محمد که يوه لوري ته د اولاد په ډېرېدو خوشحاله دی خو بل لوري ته يې په ساتنه، تعليم او تربيت خفه هم دی، وايي ګراني زياته شوې او نشي کولای چې په يوه سر د ټولو اولادونه ښه پالنه وکړي.
د هغه په وينا، د کور مياشتینی خرڅ ېې شاوخوا پینځه لکه کلدارې کیږي.
جان محمد یو درملتون لري او د هماغې په ګټه خپل ژوند تامینوي.