Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپر نجونو له بندیز سره، سويډن کمېټې ننګرهار کې دوی ته ۲...

پر نجونو له بندیز سره، سويډن کمېټې ننګرهار کې دوی ته ۲ نوي ښوونځي جوړ کړل

تاند:( سې شنبه، د جدي ديارلسمه) ‏‏‏‏‏‏‏د ننګرهار په اچين او کوټ ولسواليو کې سويډن کمېټې په ۲۱.۴ ميليونه افغانيو مالي لګښت د نجونو د دوو ښونځيو ودانۍ جوړې او پرانیستل شوې.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي په اچين کې د ۱۰.۲۲ ميليونه افغانيو په مالي لګښت دغه ښوونځی په يو پوړ کې جوړ شو،چې اته درسي او څلور اداري خونې، اته تشنابونه او اتيا متره مربع د احاطې ديوال لري.

دغه راز د کوټ ولسوالۍ حيدرخېلو نجونو لومړني ښوونځي ودانۍ د ۱۰.۹۲ میليونه افغانيو په مالي لګښت په يو پوړ کې جوړه شوې، چې اته درسي او اداري خونې، لس تشنابونه او څلور سوه متره مربع د احاطې ديوال لري.

سرچینه زیاتوي:«ياد ښوونځيو ته به درې کسيزې چوکۍ او نور ملحقات هم ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او له دې کبله په ملي او نړيواله کچه سختو مخالفتونو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...