جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د پښتو ژبې د منشاء او ادبي تکامل په اړه د یوې...

د پښتو ژبې د منشاء او ادبي تکامل په اړه د یوې لیکنې تنقیدي شننه

لیکوال: سیلانی

تېره ورځ مې د آغلې « María Isabel Maldonado García او ښاغلي Bakht Munir » یوه مقاله ولوسته چې دواړو په ګډه د پښتو ژبې د منشا‌‌ء او ادبي تکامل په اړه په انګلیسي ژبې لیکلې وه.

دا مقاله په ډېرو بهرنیو ژورنالونو کې هم خپره شوې ده. آغلې « ماریا ایزابل مالدونادو گارسیا » د پنجاب پوهنتون د ژبپوهنې استاده ده او بخت منیر هم په پوهنتون کې د استادۍ دنده لري.

په دې مقاله کې د پښتو ژبې او پښتنو په هکله ښکاره تېروتنې شوي دي.زه په دې لیکنه کې لومړی تاسو ته د مقالې متن راخلم او بیا ورسره خپل تنقیدي نظر وړاندې کوم. لومړی دوی د خپلې مقالې په مقدمه کې د پښتنو د نفوس په هکله داسې لیکلي دي:

“In 2012, according to Ethnologue there were 25500 speakers of this language in Afghanistan. Scholars of history and philology hold contradicting opinions concerning the origin of the language.This developed into two different sets of theories;the Aryan and the Semitic.”

” په ۲۰۱۲ کال کې د نژاد پېژندنې د راپور پر بنسټ ( ۲۵۵۰۰) کسانو په افغانستان کې په پښتو ژبه خبرې کولې”. د همدې سریزې په وروستۍ برخه کې یې بیا لیکلي دي چې” د هابر او ملګرو د سروې پر بنسټ پښتانه په افغانستان کې لوی قوم ګڼل کيږي چې (۴۲٪) جوړوي”. (Haber et. al, 2012).

زه د دواړو څېړونکو په ځواب کې د علمي څېړونو پر بنسټ لیکم چې پورته سر شمېرنه په بشپړه توګه له علمي منابعو سره په ټکر کې ده. د پښتنو شمېر په یوې لویې پښتون مېشته ولسوالۍ کې تر ۲۵۵۰۰ کسانو زیاتېدلی شي، نو یاد ارقام کاملآ د ټولو پښتنو د شمېر پر وړاندې له حقیقت څخه لرې دي.

د ۴۲٪ په هکله هم باید ووایم چې دا شمېر هم د پښتنو په هکله یوه ډېره کمزورې او بې بنسټه سرچينه یا حتی یوه ادعا بللی شو، ځکه واک فونډېشن ناروی په ۱۹۹۹ م کال په خپله شپږ کلنه څېړنه کې د پښتنو شمېر ۶۲،۷۳ ٪ ښودلی دی. مکس کلومبرګ په خپل اثر « افغانستان» کې په ۱۹۶۰ کال د پښتنو شمېر د نورو قومونو تر منځ ۶۰ ٪ ښودلی، او محمد محجوب و ف باوری پخپل اثر «جغرافیایی دنیا چاپ پنجم ایران» کې ۶۰٪ اټکل کړی دی. پروفیسور سی آ. بروک پخپل اثر «نفوس جهان ۱۹۸۱ / اتحاد شوروی» کې ۵۲،۸٪ همدارنګه لسګونو نورو لیکوالو دې ته ورته فیصدیانې ښودلي دي، حتی د ۲۰۰۴ م کال په ټاکنو کې د پښتنو شمېر ۵۵،۴٪ ښودل شوی دی.( افغانستان، مردم، تاریخ و سیاست، کتاب داکتر نور احمد خالدي)

د پورتنیو شواهدو ترڅنګ د هاربر څېړنه ځکه ډېره کمزورې او حتی یوه خیالي ادعا ګڼلی شو، چې په ۲۰۱۲ م کال کې د افغانستان اکثریت پښتون مېشته سيمې نا امنې وې او پښتنو په جنګي وضعیت کې ژوند کاوه، نو یاده څېړنه په شفافه او آرامه فضا کې نه ده ترسره شوې او دا منبع معتبره نشو ګڼلی.لیکوال د مقالې په یوه بله برخه کې د پټې خزانې په هکله داسې لیکلي دي:

“…He is supposed to have discovered biography of Pashto poets titled Pata Khazana (Hidden Treasure) in 1944, written by the poet Hussain Hotak of the Hotak dynasty in 1729 and translated by Abdul Hai Habibi into Persian and later on published in Kabul, Afghanistan by the Pashto Academy of Afghanistan (Hotak & Habibi 1997).

However,this anthology has not been authenticated and has been termed as forgery due to the fact that utilizes letters present in the Pashto alphabet after 1936, when the government of Afghanistan reformed the orthography of Pashto and nominated it as the national language of Afghanistan by royal decree (Campbell 1999). A similar discovery of Abdul Hai Habibi was seven pages of the hand written Tazkiratul Awlya by Suleiman Mako.”

” پټه خزانه د عبدالحی حبیبي لخوا کشف شوې ده او دا اثر هغه مهال چې د پښتو ژبې لپاره د افغانستان د دولت لخوا په ۱۹۳۶م کال نوی رسم الخط وټاکل شو جعلي وګڼل شوه. همدارنګه دې ته ورته د یو بل کتاب کشف هم حبیبي ته منسوبېږي چې د سلیمان ماکو تذکرة اولیا په نوم یادېږي او ۷ صفحې لري”.

زه ددې قدرمنو لیکوالانو په ځواب کې لیکم چې: ای کاش ! تاسې د څېړنو پر معیار خپله څېړنه ترسره کړې وی، هغه دا چې تاسو به لومړی د پټې خزانې د صحت او جعلتوب په هکله لیکل شوي آثار لوستي وی او بیا به مو د څېړنو او علمي منابعو پر بنسټ دا پرېکړه کړې وی چې پټه خزانه جعلي ده که واقعي.

مګر برعکس تاسې یوازې د کمپل پر اثر خپلې ادعا ته د تائید مهر لګولی، حال دا چې د کمپل دا ادعا چې په ۱۹۳۶ م کال کې وروسته له دې چې د پښتو ژبې لپاره رسم الخط جوړ شو او پټه خزانه جعلي و ګڼل شوه، په اړه داسې کوم رسمي سند او ثبوت نشته. دا یوه خيالي او سیاسي ادعا ده او بس.

ددې ترڅنګ ستاسو دا نقل قول ځکه د علمي او څېړنیزو معیارونو سره په ټکر کې ده چې تاسې پرته له دې چې یوه موضوع د څېړنې د اصولو له مخې ارزیابي کړئ، مطلق دیوه کمزوري منبع پر بنسټ دومره لویه ناقصه ادعا تائیدوئ. زه بیا هم نوموړو لیکوالانو ته وایم چې تاسو د پټې خزانې په هکله لیکل شوي ټول مثبت او منفي آثار ولولئ او تر څنګ یې یو بل نوی اثر ( اسرار افغانیه) چې د ښاغلي حبیب الله رفیع په زیار څه موده مخکې چاپ شوی هم له نظره تیر کړئ ، په دې اثر کې په وضاحت سره تاسې د پټې خزانې د صحت قراین موندلی شئ.

د مقالې په یوه بله برخه کې لیکوال د پښتو ژبې دورې په څلورو برخو ویشلي، چې دلته یې تاسو ته د لومړۍ دورې یوه برخه را اخلم:

Historians have traditionally divided the evolution of Pashto literature into four stages:
First period of literary evolution (prior 1500 A.D.) There is not ascertainable information about the initial stage of the evolution of Pashto literature according to Afzal Raza (1992) it is unknown for lack of historical evidence of the same. It seems that, ‘Pata Khazana’ of Muhammad Hotik bin Dawod had to some extent offered some information as to the initial development of Pashto literature.
In addition, Suleiman Mako had added his contribution to this stage with his Tazkiratul Awlya mentioning works of certain religious scholars and poets and it is supposed to be the oldest form of prose known in Pashto and dates circa 1,216 AD. It was a memoire about saints. The majority of the before mentioned authors were religious scholars native of Afghanistan.

تاسو په پورتني برخه کې ولوستل چې دوی پټه خزانه جعلي اثر وباله، مګر د دورو په په ډلبندۍ کې یې لیکلي دي چې پښتو ادبي دورې په څلورو دورو وېشل کيږي، د لومړۍ دورې پیل د پټې خزانې له اثره ګڼي او ورپسې د سلیمان ماکو د نثر يادونه هم کوي، او جالبه یې دا ده چې د همدغو خبرو په تداوم کې لیکي: که څه هم پته خزانه جعلي اثر دی.

له قدرمنو څېړونکو څخه مې پوښتنه دا ده کله چې یو اثر جعلي وي بیا آيا تاسو ته د تحقیق اصول دا اجازه درکوي چې بېرته د یو جعلي اثر پر بنسټ اتکا وکړئ؟ واضحه خبره ده چې ځواب به مو منفي وي. نو په دې کار سره تاسو د څېړنې اصول او حقانیت تر پښو لاندې کړی او څېړنه مو له ښکلا او حقیقت څخه غورځولې ده. وړاندیز مې دادی چې تاسې پر خپلې څېړنې یو ځل بیا د علمي منابعو او له بشپړې مطالعې وروسته له سره غور وکړئ.

 

زه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې ددې مقالې ځینو نورو تېروتنو ته یوازې نغوته کوم او نه غواړم چې بحث پرې اوږد کړم. تاسو د لیکنې په یوې بلې برخه کې پښتو لهجې پر دوو ختیځه او لویديځه برخو وېشلي دي او بیا ادعا کوئ چې د دغو دواړو لهجو ترمنځ توپیر د ښ او ش په تورو کې دی. ستاسو په ځواب کې باید ووایم د پښتو ژبې د لهجو دا ډول ډلبندي که د هر ماخذ پر بنسټ وي د ژبپوهنې د اصولو خلاف ډلبندي ده، بيا خصوصآ د پښتو ژبې د لهجو په هکله، ځکه دا ډلبندي یوه پخوانۍ نظریه ده مګر په عملي بڼه هېڅ علمي پایله نه لري.

په پورته ډلبندۍ کې اقوام او لهجې له پامه غورځول شوي دي، د پښتو لهجو ډلبندي د اقوامو د جغرافیایي موقعیت او فونولوژيکي او فونټیکي توپیر له مخې موږ حقیقي پايلې ته نږدې کولی شي، همدا لامل دی چې پښتو ژبه لا تر اوسه نه یو ټول منلی لیکدود لري او نه هم ګرامر. بله مسئله داده چې د پښتو لهجو تر منځ توپیر یوازې په یوه توري کې نه دی، بلکې زه په ډاډ درته ویلی شم چې د یوې لهجې پر منځ کې د جغرافیاوي موقعیت او د پوهې د کچې پر بنسټ ډېر فونولوژيکي او فونټيکي توپيرونه موندلی شو، دا خو بیا د ټولې ژبې د لهجو مسئله ده.

بل ځای مو د پښتو ژبې فونیمونه څو څلویښت ښودلي دي. دا يوه ډېره پخوانۍ ادعا ده، که چېرې موږ د پښتو ژبې فونیمونه د ټولو لهجو پر اساس او د اوستا او سانسګریت په رڼا کې و څېړو شمېر یې تر ۶۰ هم لوړيږي چې دا کار د قومي او ژبني تعصب له مخې زموږ لیکوالانو لا تر اوسه نه دی کړی چې باید شوی وای او پرته له دې موږ نشو کولی چې یو ټول شموله لیکدود او ګرامر ولرو.

ستاسو د څېړنې بل کمزوری اړخ دادی چې تاسو د پښتو ژبې د آریايي توب پر پلوي او تائید یوازې د ظفر کاکاخېل پر اثر اتکا کوئ، حال دا چې نوې ژنیټيکي موندنو، د معتبرو مجلو او معتبرو داخلي او خارجي لیکوالو اثارو باندې به مو هم باید په ډېر غور سره لوستلي وای.

په پای کې تاسو ته مې د يو عادي محصل په توګه وړاندیز دا دی چې پر خپلې لیکنې بیا غور وکړئ او له پوره مطالعې او د منابعو تر موندنو وروسته پر خپلې مقالې دویم ځلي کار وکړئ.
درنښت! سیلانی

https://scholar.google.com.pk/citations?view_op=view_citation&hl=en&user=jQ-doMQAAAAJ&citation_for_view=jQ-d

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ښاغلی ورور استاد سیلاني صاحب ته ځانګړي درناوئ چې د پښتنو/افغانانو د ملي ژبې خوږې پښتو په باب ېې د اجنبیو او بختمنیر غوندې خودکش بیګانه پرستو دستوري غلطو لیکنو سپیناوی ې کړی.
    هسې خو مونږ او تاسو پوهېږو چې زمونږ دشمنان له ډیرې پخوا د پښتو په ورکیدو پسې لسټوني رانغښتي دي.!!. په پښتونخوا/بلوچستان کښې د پښتو آکاډیمیو کمزوره کول، په درسي نصاب کې د پښتنو کلتور پر ځای د جناه او کشمیریانو پیژندول.اد.ن.+-فارشستان..
    -په پورته لیکنه کې له ۲۵۵۰۰ شمیر څخه به فکر کوم د میلیون وروستاړی عډد هیر سوی وي.مانا پنځه ویشت ملیونه او پینځه سوه زره.به وي.
    د پټې خزانې په اړه خو ډیرې څېړنې سوي،متاسفانه ډر. ناشناس د دشمن تبر ته لاستی ورکړ. حیف د هغې دکتورا چې خوشال خان خټک پیزندنې کښې ېې له روس پښتو پوهانو نه اخیستې وه!
    راغلو د تورو یا حرفونو تعداد ته. ګورئ انګریزي ۲۶؛عربي ۲۸،تورکي ۲۹؛فاړسي ۳۰ توري لري .لاکن ډېر کار ورته سوی!
    که زمونږ ژبپوهان او څیړاندان ،خاصتاََ سیلاني صاحب غوندې ځوان ماغزه یوځای کار وکړي او د هڅاند استاد زیار بابا له مشورو او لیکنو ګټه پورته کړي نو دا بوټي به لونګ شي او دا کاڼي به ….؟؟؟؟. په درناوي.

    • سلامونه او درنښت تاسو ته
      هیله مندیم چې تاسو ښه اوسئ.
      د پاکستاني لیکوالو په لیکنه کې داسې راغلي دي چې د ۲۰۱۲ کال د سروې له مخې په افغانستان کې ۲۵۵۰۰ زره کسانو په پښتو ژبه خبرې کولې. نو هلته د میليون کلمې ته اړتیا نشته، د هغوی مطلب ۲۵۵۰۰ زره کسان دي، چې دا یو تمسخر آمېزه ارقام دي. مننه او درنښت!

  2. که د ټول افغانستان اوسنی نفوس 40 میلیونه تخمین کړو او په هغو کې د پښتنو شمېر 42 سلنه وي ، په افغانستان کې به 16800000 شپاړس میلیونه او اته سوه زره وي . او که 55.4 سلنه وي نو بیا 22160000 دوه ویست میلیونه او یوسلو شپېته زره تنه کیږي .
    په پاکستان کې د ټول نفوس له 15 تر 18 سلنه خلک په پښتو ژبه خبرې کوي ، پدې اساس د ټولو پښتنو شمېر له 60 تر اویا میلیونو زیات دی او د نړۍ 26 شپږویشتم لوی شمېر ملت جوړوي .
    پدې اساس د ماریا ازابل او بخت منیر احصائیه او لیکنه د افغانستان او پښتنو په هکله لکه د نورو پنجابیانو اداعاوي غلطه او هېڅ اساس نه لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب