جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبغلان کې يوې مېرمنې د خوراکي توکيو د تولید فابریکه جوړه کړې

بغلان کې يوې مېرمنې د خوراکي توکيو د تولید فابریکه جوړه کړې

تاند:( سې شنبه، د جدي ديارلسمه) ‏‏‏‏‏‏‏‏د ‎بغلان په مرکز پلخمري کې یوې ښځې د دوو میلیونو افغانیو په پانګونې، د خوراکي توکو د تولید یوه فابریکه جوړه کړې.

د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې په دې فابريکه کې ۳۰ ښځو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د دوی په وینا، په دغه فابریکه کې ۱۵ ډوله کلچې، کیک، بغلاوه او نور ډول ډول خواږه توکي جوړېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د يادې ښځې نوم او نور جزییات نه دي په ډاګه کړي.

معلومه نه ده، چې دا فابریکه نوې که پخوا جوړه شوې.

د طالبانو له واکمنيدو سره په افغانستان کې پر ښځو بیا بېساري بندیزونه لګول شوي او د کار، زده کړو او ټولنيزو فعاليتونو حقونه ورڅخه اخيستل شوي دي.

د طالبانو اداره له دې امله په پراخه کچه ملي او نړيوالو مخالفتونو سره مخامخ شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب