Homeخبرونهايران هرات او بلخ کې د سلیماني د وژل کیدو په مناسبت...

ايران هرات او بلخ کې د سلیماني د وژل کیدو په مناسبت بشري مرستې او نور پروګرامونه کړي

تاند:( سې شنبه، د جدي ديارلسمه) ‏‏‏‏‏‏‏‏په هرات او بلخ کې د ايران کونسلګريو د خپل وژل شوي استخباراتي مشر قاسم سلیماني د وژل کیدو د تلین په مناسبت د بشري مرستو د ویش تر څنګ ځینې نور پروګرامونه تر سره کړي.

د ايران د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک اړوند تسنیم خبري اژانس ویلي، چې هېواد ېې په هرات کې ۶۰۰ تنو بېوزلو ته تر ۱۰ ټنه پورې خوراکي او نورې مرستې وېشلي.

سلیماني د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک مشر و، چې څو کاله مخکې د امریکایي ځواکونو د برید پر مهال د عراق په پلازمېنه بغداد کې ووژل شو.

نوموړی په سيمه کې د ایران د استخباراتي پروژو د عملي کیدو مهم تطبيقونکی بلل کیده او ويل کېږي، چې طالبانو سره د ایران مخکینۍ ترينګلې اړيکې هم هغه ترمیم او د طالبانو د مالي او تسلیحاتي ملاتړ له لارې د دوی بیرته واکمنيدو سره مرسته وکړه.

د چارو شنونکي ايران د داسې مرستو د ویش او قاسم سلیماني ته د تبليغاتو له لارې په افغانستان کې د نفوذي سياستونو او لاسوهنو په ترسره کولو تورنوي.

دوی د طالبانو له حاکمې ادارې غواړي، چې هېواد کې د ايران د لاسوهنو د دوام مخه ونيسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...