Homeخبرونهمجاهد: پاکستان دې د پارونکو خبرو پر ځای د وضعیت کابو کولو...

مجاهد: پاکستان دې د پارونکو خبرو پر ځای د وضعیت کابو کولو مسووليت تر سره کړي

تاند:( سې شنبه، د جدي ديارلسمه) پاکستان سره د مطبوعاتي ناندريو په لړ کې، د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د پارونکو خبرو پر ځای د وضعیت کابو کولو لپاره خپل مسوولیتونه تر سره کړي.

نوموړي په یوه اعلامیه کې د پاکستان د هغو تورونو او خبرداري په اړه غبرګون ښودلی، چې وايي په افغانستان کې د پاکستان د تحريک طالبان ډله پټنځايونه لري او د پاکستان خلاف بریدونه ترسره کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د یادې ډلې د ځپلو لپاره په افغانستان کې د عملیاتو خبرداری هم ورکړی و، خو د طالبانو د دفاع وزارت یې په غبرګون کې وويل چې افغانستان بې څښتنه هېواد نه دی.

اوس د پاکستان دفاع وزیر په تازه مرکه کې د طالبانو اداره تورنه کړې، چې د پاکستان طالبانو ته د نه پناه ورکولو په اړه ېې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

‏د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د وروستیو تورونو او خبرداري په غبرګون کې ویلي:« پاکستانی اړخ هم مسولیت لري چې د وضعیت د کابوکیدو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هيڅ اړخ په ګټه نه دي.»

د طالبانو او پاکستان ناندرۍ په داسې حال کې دي، چې يو شمېر شنونکي تحریک طالبان پاکستان د پاکستان يوه استخباراتي پروژه ګڼي او وايي، له دې ډلې د پښتنو سيمو د ناامنه او وروسته پاتې ساتلو تر څنګ د دوی خلاف د عملياتو په نوم نړيوالو نه مرستې او امتيازات ترلاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...