جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا حنفي: په دولتي روغتونونو کې اصلاحات راولو

ملا حنفي: په دولتي روغتونونو کې اصلاحات راولو

تاند:( سې شنبه، د جدي ديارلسمه) ‏د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د خپلې ادارې د عامې روغتیا وزير ډاکتر قلندر عباد او د دې وزارت له یو شمېر طالب مسوولینو سره لیدلي.

 د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ډاکتر قلندر عباد د هیواد د عمومي روغتیایي وضعیت، په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو ، د روغتیا په برخه کې د عمومي او خصوصي سکتور د مشارکت، په دولتي روغتونونو کې د دندو ترسره کولو لپاره د متخصصو ډاکترانو د هڅولو او د روغتونونو اړتیا وړ اجناسو برابرولو په موخه د تدارکاتي بهیر د ساده کولو طرحې ملا حنفي ته وړاندې کړې.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې په هیواد کې د عامې روغتیا موضوع اهمیت ته په کتو د دې وزارت طرحو او وړاندیزونو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

 ملا حنفي روغتیایي سکتور د هیواد تر ټولو مهمه برخه وبلله زیاته یې کړه، د اسلامي امارت رهبري او مسوولین د عامې روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او په روغتیایي سکتور په ځانګړي ډول دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو ترسره کول ډېر اړین دي.

‏نوموړي د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته په خطاب کې وویل، اصلاحات باید له یوه روغتون څخه پیل او په تدریج پراخ شي.

د نوموړي په وينا، هغه روغتیایي پروژې چې چارې یې له ۸۰ تر ۹۰ سلنې بشپړې شوې دي او ټولنه ورته ډېره اړتیا لري د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال په انکشافي بودجه کې به په پام کې ونیول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو منتقدین د اصلاحاتو په نوم د دوی هڅې د افغانستان د اداري نظام د « طالبانیزه» کیدو هڅې بولي او نیوکې ورباندې لري.

2 COMMENTS

  1. افرین،
    هر چا چې ډېر پټاونه کړي وي، هغوی ټول ډاکتران کړي. خصوصا نسايی ولادي او د ماشومانو برخه کې. پټاویان دې رشتې کې چې هر څومره خلک وغواړي وژلی شي. ځکه د خلکو د ژوند او مرګ سره ارتباط لري. رښتیا ټیټ ربته طالبان کولای شي چې د وینې تست، او دا نور لابراتواري معاینات هم تر سره کړي. نو دا به ښه طریقه وي چې کم رتبه پټاویان هلته وګماري. فارمسي او دوا جوړونې برخه کې خو تاسو هسې هم متخصصان یاست، ځکه د مخدره موادو په کرنه، قاچاق او استعمال کې تر تاسو پخوا هم څوک برتره نه و، اوس چې په واک کې هستي خو بیخي لومړی مقام لرئ. رښتیا د اصلاحاتو د ښه تطبیق لپاره ملا ندیم یا لوړو زدکړو پخواني وزیر ملا حقاني بهترین کسان دي. یوې هفتې کې هرڅه غل تر غله کوي. مننه

  2. خو ، ګوره ملاصاحب . په دا خپل حال يې پرېږده ، هسې نه خرابه به يې کړئ او جوړه به یې نه کړئ .هسې نه چې د ملا د ښځې شلېدلی پرتوګ او د سور سیخ کیسه درباندې ونه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب