چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهکرزی: پاکستان کې اوسنی وضعیت د دوی خپلو پالیسیو پايله ده

کرزی: پاکستان کې اوسنی وضعیت د دوی خپلو پالیسیو پايله ده

تاند:( سې شنبه، د جدي ديارلسمه) ‏‏د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د پاکستان اوسنی وضعیت د دغه هېواد د خپلو پالیسیو پايله ده.

کرزی په یو لړ ټویټونو کې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د وروستۍ غونډې په اړه وایي : “د پاکستان خلک د ‎افغانستان همسایه وروڼه دي خو د ‎پاکستان اوسني حالات او نا امنۍ تر ډېره د ‎پاکستان د حکومت د خپلو پالیسیو نتیجه ده“.

حامد کرزی له نا امنۍ سره د موثرې او اغېزمنې مبارزې لپاره د ‎پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د خپلو تېرو څو لسیزو پالیسي باندې له سره عمیق غور وکړي او بدله یې کړي، له تهدید او زور زیاتي ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره، له ‎افغانستان سره د متمدنو او نېکو اړیکو لار خپله کړي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د پاکستان د تحريک طالبان ډله پټنځايونه لري او د پاکستان خلاف بریدونه ترسره کوي.

 د طالبانو اداره دا تورونه بې بنسټه بولي.

د طالبانو او پاکستان ناندرۍ په داسې حال کې دي، چې يو شمېر شنونکي تحریک طالبان پاکستان د پاکستان يوه استخباراتي پروژه ګڼي او وايي، له دې ډلې د پښتنو سيمو د ناامنه او وروسته پاتې ساتلو تر څنګ د دوی خلاف د عملياتو په نوم نړيوالو نه مرستې او امتيازات ترلاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب