چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد پاکستان په پنجاب کې د استخباراتو دوه چارواکي ووژل شول

د پاکستان په پنجاب کې د استخباراتو دوه چارواکي ووژل شول

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۴ مه) په پنجاب ایالت کې د دوو استخباراتي مامورینو له وژل کېدو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خپل هیواد پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت اندېښنه ښکاره کړه.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې نن (سې شنبه) نامعلومو وسله والو د پنجاب ایالت په خانیول کې د استخباراتو د تروریستي ضد څانګې دوه جګپوړي مامورین ووژل.

په وژل شویو استخباراتي مامورینو کې یو د خانیوال د استخباراتو مرستیال دی چې نوید صادق نومېږي او دوهم ناصر نومېږي.

دا د اسلام اباد له بمي چارودنې وروسته په وروستیو ورځو کې په پنجاب کې دوهمه پېښه ده او له همدې کبله یې پاکستاني چارواکو ته ټکان ورکړی دی.

پاکستاني چارواکي په پنجاب کې ناامنیو ته په جدي سترګه ګوري او د مخنیوي لپاره یې سختې هلې ځلې کوي.

د پنجاب پولیسو له لوري د خپور شوي بیان له مخې، د پولیسو عمومي ريیس صاحبزاده شهزاد د پېښې ځای ته لاړ او تحقیقات یې پیل کړل.

د پنجاب اعلي وزیر پروېز الهي د وژل شویو استخباراتي چارواکو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب