پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهشېخ نديم: د نجونو زده کړې او د ښځو کار کول کفار...

شېخ نديم: د نجونو زده کړې او د ښځو کار کول کفار راڅخه غواړي، ځکه یې نه منو

تاند:(سې شنبه، د جدي ديارلسمه) ‏‏د طالبانو د حاکمې ادارې د لوړو زده کړو وزير شېخ ندا محمد ندیم په یوه تازه رسنیز شوي ویډیويي کلیپ کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه نورې ناندريزې خبرې کړي.

ښاغلي ندیم ويلي، چې د خلکو په ږيرو کې کار نه لرل، پر ښځو د حجاب نه اجباري کول، د خلکو د ازادۍ نه نقض او نورې غوښتنې کفري دي او د کفارو له لوري له دوی کیږي، چې وبه ېې نه مني.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام دا هم ویلي، چې دوی د نړۍ پر مخ یوازینۍ حاکم خلک دي، چې کفارو سره غاړه نه وړي او ټول ورته یو شوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر دغو څرګندونو ته په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو توند غبرګونونه ښودلي او یادې غوښتې ېې د کفارو نه، بلکې د افغانانو غوښتنې ګڼلي او په عملي کیدو یې ټینګار کړی دی.

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت او ورځ تر بلې زیاتیدونکي بندیزونه په پراخه کچه مخالفتونو سره مخ شوي دي.

 طالبان ادعا کوي، چې د ښځو حقونو ته ژمن دي او « د اسلامي شريعت په چوکاټ» کې به ېې حقونه ورکړي.

طالبانو په وروستیو کې د خپلې تېرې دورې په شان افراطي اقداماتو ته مخه کړې ده. که څه هم ځینې ګومان کوي چې طالبان په دې توګه غواړي چې نړیوال تر فشار لاندې راولي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني خو ډیر نور فکر کوي چې دا ډول اقدامات به طالبان لا ډېر منزوي او افغانستان به د نړیوالو له بشري مرستو بې برخې کړي.

9 COMMENTS

  1. خبره خو دا ده چی غربیان نه پر طالب باندی د فشار یا نه فشار له وجی ګټه او تاوان وینی او نه طالب پر عام وولس باندی د فشار یا نه فشار له وجی ګټه او تاوان وینی؛
    بلکه
    د طالب او غربیانو د خپل منځی ناندریو تاوان مستقیماً عام وولس ته رسیږی
    نتیجتاً
    داسی ښکاری چی دواړی خواوی ( مثلاً ندیم او کفار ) د عام وولس په وړاندی هیڅ زړه سوی او خواخوږی نلری او
    احتمالاً ( حتماُ ) د دواړو لاسونه په یوه کاسه کی سره خوځیږی.

  2. فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۗ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْآنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يُقْضَىٰ إِلَيْكَ وَحْيُهُ ۖ وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا.
    خداوند، حضرت موسى عليه السلام را براى آموزش در اختيار حضرت خضر گذاشت، لذا موسى عليه السلام از او كسب اجازه كرد كه‌ «هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلى‌ أَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْداً» «1» آيا اجازه مى‌دهى كه من همراه و پيرو تو باشم تا از آنچه آموخته‌اى به من نيز بياموزى؟ امّا تعليم و آموزش پيامبر اكرم صلى الله عليه و آله را ذات مقدّس الهى بر عهده گرفت و به او فرمود: «قُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْماً» بگو: پروردگارا! علم مرا زياد كن.
    اوّلين معلّم، خداوند علّام و عليم است، «عَلَّمَ آدَمَ الْأَسْماءَ» «2»، «الرَّحْمنُ، عَلَّمَ الْقُرْآنَ‌ عَلَّمَهُ الْبَيانَ» «3» پس علم را از او بخواهيم. «رَبِّ زِدْنِي عِلْماً»
    در حديث آمده است كه رسول اكرم صلى الله عليه و آله فرمودند: اگر روزى بر من بگذرد و در آن بر علم من افزوده نشود، آن روز براى من مبارك نيست.

  3. د آی ايس آی د کرنيل امام نالوستيه چرګوړيه،
    هر هغه خبره چې د عام ولس او د افغانستان له ټولو اتباعو او هم د افغانستان ملي – اسلامي ګټو ته يا د خيرښېګڼې لپاره اړين او په ګټه وي، نو منل يې په کار دي ولو که د غيرمسلم او هر چا له لورې وي.
    دا به بې انصافي وي چې د واک تنده دې اوس سړوې او دېته مذهبي او نامشروع رنګ ورکوې.
    دا شل کاله جنګ دې د چا په غوښتنه وکړ؟
    ستا د پلار ونېکه جايداد خو فکر نه کوم چې د شلو کلونو خو لا څه ان چې د يوې ورځې او ان هم د يو ساعت جګړې لګښت نه پوره کوي. ته او رب العالمين دې چې دا شل کلن لګښت تا د کومه کړ؟ هغه شل کلنه جګړه دې په څه شي وکړه؟
    ښکاره خبره ده چې د همدې کفارو په غوښتنه دې وکړ. عجيبه خبره ده جنګ دې ورته کولو او اوس يې په غوښتنه ښوونځي او پوهنتونونه نه خلاصوې، نو ته خپله سوچ وکړه چې د کفارو غوښتنه دې هسې بېځايه پلمه نه ده؟

  4. ‏(‏96؛سورة العلق)
    مکی و(19)آیه است؛ترجمه؛
    آیه ی؛1؛19؛
    بسم الله الرحمن الرحیم؛
    ‏@اقرأ باسم ربک الذی خلق@
    ترجمه؛
    ‏(ای پیغمره؛ص)ولوله دخپل رب په نوم چی هغه(ټول مخلوقات)پیداکړی؛
    بخوان به نام پروردگارت که بیافرید؛
    ‏@خلق الإنسان من علق@
    ترجمه؛
    دکلکی شوی وینی له یوی ټوټی څخه یی انسان هست کړ،
    آدمی را از لخته خونی بیافرید؛
    ‏@اقرأ وربک الأکرم@
    ترجمه؛
    ولوله اوستارب ډیرمهربان دی؛
    وپروردگارتو ارجمندترین است؛
    ‏@الذی علم بالقلم@
    ترجمه؛
    چی هغه دقلم په مرسته(انسان ته)علم وښودی؛
    خدایی که به وسیله قلم آموزش داد؛
    ‏@علم الإنسان مالم یعلم@
    ترجمه؛
    انسان ته یی هغه علم ورکړ چی هغه پری نه پوهیدی؛
    آدمی آنچه راکه نمی دانست بیاموخت؛

  5. ستا عمل دې کفارو له عمله یو ګز مخته ده دا کفار ستانه نه غواړې دا ستا دې مور میړه ای اس ای تا ته وایه چې خر توب وګړه او دې انسانیت لاره پریږده تعلیم دې کفارو نه ده تعلیم او انسانیت دې اسلام علم ده او دې اسلام له مخی دا رڼا پیدا سوې دا چې ته لکه خر لوې شوې یې دېې تور او سپین فرق نشی کولی دا دې کفر ګناه نه ده دا ستا جاهلیت او حماقت ده

  6. د علم فضیلت!!!
    وحید پاڅونجون 30, 20140
    د انسان پیدایښت چی له آدم علیه السلام څخه پیلیږی ورسره د علم اهمیت او فضیلت هم پیلیږی. کله چی الله جل جلا له فرښتو نه د انسان په پیدایښت کی رایه واخیسته نو فرښتو یی په ځواب کی اوویل چی ته داسی څوک پیدا کوی چی هغه به په ځمکه فساد، شر، جنګ جګړی او وینی تویوی. نو الله ورته اوفرمایل چی تاسی په هغه څه نه پوهیږۍ چی زه پری ښه پوه او عالم یم.
    کله الله جل جلا له آدم علیه السلام د خټو څخه جوړ کړ نو فرښتو ته یی د سجدی امر وکړ، ټولو فرښتو سجده وکړه خو یواځی ابلیس علیه اللعنه د سجدی څخه انکار وکړ.
    الله جل جلا له فرښتو نه د شیانو د نومونو اخیستلو غوښتنه وکړه خو هغوۍ بیزاری وښودله، نو الله جل جلا له آدم علیه السلام ته وفرمایل چی وښایه(ووایه)ددی شیانو نومونه. آدم علیه السلام د هغه ټولو شیانو نومونه واخیستل چی الله جل جلا له ورته علم ورکړی وو او ورښودلی یی وو.
    ددی څخه مالومیږی چی علم خورا ډیر اهمیت لری او د فوقیت یو معیار هم دی. الله جل جلا له آدم علیه السلام ته په فرښتو لوړوالی، فوقیت او لویه مرتبه وښودله. او ددی څخه دا هم ثابته شوه چی لمړی شی چی الله انسان ته ورپه برخه کړ هغه علم وو.
    د قران کریم لمړی آیت چی په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوی وو هغه هم د علم څخه بحث کوی او د علم تلقین پکی شوی دی. که څه هم رسول الله صلی الل علیه وسلم امی وو خو بیا هم ورته د ٫٫اقراء٬٬ لفظ استعمال شوی وو چی مانا یی ده ٫٫ولوله٬٬.
    د علم په باره کی قرآنی ایتونه او نبوی احادیث ډیر زیات دی چی دلته یی مشت نمونه خروار را اخلو.
    په قرآن کریم کی د علم او د جهل توپیر په ډیرو ځایونو کی او په ډیر عجیبه انداز کی شوی دی. لکه چی د عالم او جاهل باره کی قران داسی وایی.
    ٫٫ اوویه آیا هغه کسان چی پوهیږی او هغه کسان چی نه پوهیږی سره برابر دی؟ بیشکه چی پوه خلک ددی څخه پند اخلی٬٬. سوره زمر ۹
    د پاسنی ایت نه دا مالومیږی چی هر ګز ندی برابر هغه چا سره چی علم دی او هغه چا سره چی نشته یعنی جاهل دی.
    په بل ځای کی الله جل جلا له د عالم ،روښنایی او جاهل او تیاری مقایسه د ړوند او بینا سره کوی. آیا ړوند او بینا سره برابر کیدای شی؟ نه! هر ګز نه! الله جل جلا له فرمایی. ٫٫ اووایه ورته! آیا برابر دی ړوند(جاهل) او بینا (عالم) یا تیاره او روښنایی٬٬. سوره فاطر ۱۹-۲۰
    الله د علماوو یا د اهل علمو په نورو بی علمو فضیلت بیانوی او فرمایی.
    ٫٫پس که چیری تاسی په څه نه پوهیدئ نو بیا د اهل علمو څخه وپوښتۍ٬٬.
    په علم باندی الله جل جلا له د انسان درجی لوړوی. لکه چی فرمایی. ٫٫ هغه کسان چی ایمان یی راوړی دی او پوه ورکړل شوی ، الله جل جلا له یی درجی لوړوی٬٬. سوره المجادله ۱۱
    ددی څخه دا جوتیږی چی د ایمان راوړلو دار و مدار هم په علم او معرفت سره کیږی او بیا د ایمان څخه وروسته علم حاصلول په رښتیا سره هم درجی بلندوي او دغه فضیلت، عظمت او رفعت نو بیا هیڅ جاهل ، بی علمه او بی شعوره انسان ته ندی په نصیب.
    نبوی احادیث هم د علم په باره کی ډیر ګویان دی چی دلته یی یو څو تری را اخلو.
    د علم فرضیت په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی.٫٫ علم په هر نارینه او ښځینه مسلمان باندی فرض کړ شویدی٬٬. بل ځای کی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی.٫٫ علم حاصل کړه د زانګو نه نیولی تر لحده٬٬.
    په بل ځای کی د علم طلب پسی وتل رازده کوی او فرمایی.٫٫ علم حاصل کړه خوا که په چین کی هم وی٬٬.
    علم نور دی . علم هغه دولت دی چی نه یی در څخه څوک غلا کولی شی او نه یی درڅخه اخیستلی شی. علم یوه خزانه ده چی نه ضایع کیدونکی ده او نه فنا کیدونکی.
    علم او جهل دوه متضاد لغات دی چی علم رڼا ده چی ورک انسان ته خپل منزل مقصود ښایی او راولی یی ورته او د بله پلوه جهل هغه تیاره ده چی انسان پکی خپله لاره ورکه کړی.
    اسلام انسانیت ته علم او پوه ورپه برخه کړه ، شعور یی ورکړ او د ترقۍ په لور یی روان کړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینی هجرت څخه وروسته لمړی کار ددینی مرکز جوړول پیل کړ کوم ځای که به چی صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین دینی او اخلاقی تربیت زده کولو. دا د اسلام پیغام دی نړۍ ته چی اسلام خلکو ته سهی لاره،علم ، مینه، محبت او اخوت یا ورورولی ښایی.
    دنړۍ په ټولو ادیانو کی یواځینی دین اسلام دی چی چاته دا فخر او شرف حاصل دی چی خپل منونکو(پیروانو) باندی یی علم فرض ګرځولی دی. دا مطلب کاپي شویدي

  7. دا قدیانی کافر او دده نوره قدیانی کافری ډلګی ته د غټو اجنبی کفارو له خوا ددوحی له لاری کابل او نور ښارونه ورته تسلیم شوی دی او نور غلامان ئی د کابل او نورو ښارونو څخه ورته و شړل ! اوس دا تور جاهل قدیانی کافر او بی سواده چټله ږیره ندیمک وائی چی : ً چې د خلکو په ږيرو کې کار نه لرل، پر ښځو د حجاب نه اجباري کول، د خلکو د ازادۍ نه نقض او نورې غوښتنې کفري دي او د کفارو له لوري له دوی کیږي، چې وبه ېې نه مني.
    د قدینیو کفارو طالبانو دغه لوړپوړي مقام دا هم ویلي، چې دوی د نړۍ پر مخ یوازینۍ حاکم خلک دي، چې کفارو سره غاړه نه وړي او ټول ورته یو شوي. ٍ

    دا قدیانی کفار چی بویناکی خولی خلاصی کړی نو د منافقت تر څنګ یوازی درواغ ورڅخه خارجیږی د تاسو قدیانی روزل شوو قاتلو غلامو کفارو سره د تاسو ګډ بادار په هدایت تښتیدلو قاتلو چورکوونکیو غلامو ورځ په شمیر دی او تاسو قاتلو غلامو کفارو څخه به افغان ملت نجات تر لاسه کوی !!!!!

  8. دومره ادبیات نه غواړم چې د جاهلو ته یې ولیکم ! دوی د ورک شی ، ددوی اسلام دورک شی ، ددوی اسلام د جهالت او بربریت یوه مدرسه ده! ملا ندیم ته یې ګوره ! له دې خره سره به سړی څرنګه علمي بحث کوي !! ددې خرو په اسلام د نالت وي اسلام اوس له موډه وتلی زوړ ماډل دی او هیڅ په درد نخورې او دیوو بې منطقه عربی کلچر پاتې شونی دی !

  9. د چاودې زویه له تا څخه بل بی غیرته ظالم کافر دښمن نشته ! ته دبشریت دښمن یې ، ستا دښمنان د بشریت دوستان دی چې هره اونۍ په بو جویو کې دالر درته رالیږی دبی غیرته زویه په ټوک لوی شوی یې !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب