چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې افغان سفارت: د بندیانو کورنۍ دې هېواد ته د لېږدولو...

پاکستان کې افغان سفارت: د بندیانو کورنۍ دې هېواد ته د لېږدولو لپاره پيسې نه ورکوي

تاند:( چار شنبه، د جدي څوارلسمه) په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي، چې په کراچۍ کې د خوشې کیدونکو بندي افغان کډوالو د هېواد ته لېږدولو لګښت دوی پر غاړه اخیستی او د کډوالو کورنۍ دې چا ته له دې امله پيسې نه ورکوي.

سرچینه زیاتوي:« په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت او افغان جنرل قونسلګریو سره د پاکستاني ادارو او چارواکو

 د ژمنو باوجود لاهم په پاکستان، په ځانګړې ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان له زندانونو څخه نه دي خوشي شوي. »

سفارت بیاهم پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې بندي افغان کډوال له زندانه خوشې او د نورو له نیولو لاس په سر شي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د افغان کډوالو ځورول او بندیانول د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نه لري.

څو ورځې مخکې د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون خبر ورکړ، چې د کراچۍ ښار په زندان کې د سلګونه ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغان کډوال بندیان او په بد وضعیت کې دي.

يو شمېر خلکو په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو انتقاد کړی او ویلي، که دوی افغانستان زندان کړی او منزوي کړی نه وای، مېرمنې، ماشومان او نور خلک به داسې نه ذلیله کیدل.

طالبانو مخکې د پاکستان له یو شمېر زندانونو څخه د افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی و.

په وروستيو کې له پاکستان څخه افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه بيا زيات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب