یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهبریتانیايي پوهنتونونه افغان نجونو محصلانو ته وړیا انلاین زده کړې ورکوي

بریتانیايي پوهنتونونه افغان نجونو محصلانو ته وړیا انلاین زده کړې ورکوي

تاند (چهارشنبه، د جدي ۱۴ مه) د بریتانیا تر ۲۰ ډیرو پوهنتونونو اعلان وکړ چې افغان نجونو ته تر هغو د وړیا پوهنتوني زدکړو اسانتیا برابروي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو بندیز پای ته نه وي رسولی.

طالبانو، چې له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي نجونې له زده کړو منع کړې وې، په وروستیو ورځو کې د نجونو پوهنتونونه هم تر نامعلومې نېټې بند کړل.

د بریتانیا یو شمېر پوهنتونونه د (FutureLearn) له لارې افغان نجونو محصلانو ته فرصت ورکوي.

هغه افغان محصلانې چې انترنیټ لري، بې له هرراز فیسه د بریتانیا په لویو او مهمو پوهنتونونو کې په څه باندې ۱۲۰۰ څانګو کې زده کړې کولی شی.

خو اوس چې افغانان تر بل هر وخت زیاتې اقتصادي ستونزې لري، ګرانه ده چې ډېر شمېر محصلانې دي په انلاین ډول زده کړې وکړای شي. له بلې خوا د زده کړو ژبه انګلیسي ده چې ډېری افغان محصلانې پرې نه پوهیږي.

فیوچرلرن (FutureLearn)، چې په ۲۰۱۲ م کال د ازاد پوهنتون (Open University) له لوري تاسیس شو، د نړۍ د ۲۰۰ اوچتو پوهنتونونو د درېیمې برخې له لوري د زده کړو اسانتیا برابروي.

د دغو اوچتو پوهنتونونو، چې په فیوچرلرن کې شامل دي، ۲۶ یې بریتانیايي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب