پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهځايي چارواکي: د هرات د زعفرانو تولید دوه برابره شوی

ځايي چارواکي: د هرات د زعفرانو تولید دوه برابره شوی

تاند:( چار شنبه، د جدي څوارلسمه) په هرات کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي ، چې د دغه ولايت د زعفرانو تولیدات دوه چنده شوي دي.

د یاد شوي ریاست یوه چارواکي بشیر احمد احمدي وویل، چې دمګړۍ هره میاشت له درې تر څلورو ټنو زعفران د خصوصي سکتور له لوري اسيايي، اروپايي او نورو هېوادونو ته لیږدول کیږي.

د کاروباریانو په وینا، تېر کال په هرات کې له یوه جريب ځمکې څخه تر شل کیلو زعفران ترلاسه کیده، خو سږ کال دغه حاصل تر ۴۰ کیلو پورې رسېدلی.

ویل کیږي، چې په هرات کې یو کیلو زعفران تر ۸۵ زره افغانیو پورې پېرل کېږي.

د افغانستان زعفران، چې یوه لویه برخه ېې په هرات کې تولیدیږي، په نړیوال بازار کې مهم مقام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب