چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+سترګې د خلاصون پر لور | حیات ژوند

سترګې د خلاصون پر لور | حیات ژوند

نن زما د دویم ژوندانه تر ټولو بد اوکرغېړن وخت دی. دلته له ما ټول واکونه اخیستل شوي دي، د بېواکۍ له دود دستور سره لا له پخوا اشنا وم؛ اوس مې نه مړاوی کوي؛ اصلاً دا ژوند او هاغه دواړه یوشان دي؛ خو پر دې تعبیر تاسې دومره نه يئ خبر، د ژوندانه ټول کارونه په تجربو محسوسېږي، خو زه مې له تصوراتو سره يوځاى يم، له هغه څه چې بهر په عيني دونيا کې دي، له هغو پردى شوى يم. خيالات دي چې زه پکې بندي او زولانه يم، هماغه څه چې د بشر په ذهن کې اوړي رااوړي. 

خو دا مهال په یوه ناارامه جيټکه له خپل ځایه راپورته شوم، په بهر عالم کې يې زما قاتل چې زما له مرګ سره سم يې نیولی او بندي کړی و، هغه ته يې د سزا ورکولو خبر ورکړی دى. 

شین سهار دوه پولیس زما د قاتل بندخونې ته ورغلل، یو يې پنجره په ځان پسې پورې کړه، بل يې تر شا ودرېد. درېيم خونې ته نه ولاړ، تر پنجرې ورهاخوا په دهلیز کې ودرېد، پنجره يې په دوو نورو پسې کولپ کړه. قاتل هيښ شاتنه شو، ځکه په دې شلو کالو بند کې یوه پولیس هم د ده خونې ته سر نه و ورښکاره کړی، ان خواړه به یې د وره له بېخه ورټېل وهل، ځکه د قاتل خونه د «خونکار» په خونې مشهوره وه. دوو پولیسو په ګونګه لهجه ورته وویل چې نن يې وروستۍ ورځ ده. د قاتل په تندي کې رڼايي وځلېدله، په دې خوښۍ پولیس ونه پوهېدل، هيښ شانته شول. قاتل په دې ټولو کلونو کې هره ورځ سهار په دې وېرې ويښېده، چې په پړی به یې له ستوني ورتاووي او تر هغو به يې راځوړندوی چې وروستۍ ساه هم په ستوني کې تربته شي.

مخکیني پولیس تر لنډې دمې وروسته قاتل ته وکتل او غاړه يې تازه کړه:

ــ سبا سهار لس بجې به په ډزو وژل کېږې!

قاتل سملاسي له دېواله پورته شو، لاسونه يې پر زنګنونو ووهل او په لوړ غږ یې نارې کړې: «شل کاله وروسته؟! دومره انتظار یوازې د دوو مرمیو لپاره؟» بېرته یې ډډه ووهله او د یوازینۍ هيلې په پوره کېدو یې په زړه کې خوښي په څپو شوه. قاتل له خپل ځان سره په ګوڼېدو شو، خو چې سر یې راپورته کړ، دهلیز کې بنده زاد نه ښکارېده، وره ته لوی کولپ پروت و، د پولیسو د بوټونو خاپونه پر تورې خیرنې درۍ یو پر بل جوت ښکارېدل. 

ګومان کېده قاتل د خپلې وروستۍ هيلې په پوره کېدو بېخوده شوی و، ان د پولیسو تګ ته یې له سره پام شوی نه و. په تشه بندخونه کې يې د خندا انګازې تاو راتاو شوې او یو ځل بیا یې په لوړ غږ وخندل او ویې ویل: «زه په مرمۍ وژل کېږم!!! یودمي مرګ، بې درده او بې له دې چې شېبه په شېبه ومرم، پښې به مې نه رپوم، راځوړند به نه یم او د ساه اخیستلو کوښښ به هم نه کوم.» بیا یې غږ پيکه شو او ویې ویل: «ما هم په مرمۍ وویشتل، په یوه ثانیه کې به يې روح اسماني شو.»

پر پنجرې یې لاسونه کېښوول، نرۍ ګوتې یې له اوږدو وسپنیزو سیخونو تاو کړې: «خو اول به یې دا کار کړی و، ان مرمۍ هم ما ورته اخیستې. شل کاله انتظار، یوازې دوه مرمۍ، یوه پر سینه بله هم پر سینه، مخامخ پر زړه!»

بېرته یې څو ګامه دېوال ته واخیستل، یو کوچنی مېخ یې چې څه موده مخکې له دوو نښتو پنجرو رابېل کړی و، په ګوتو کې ونیو. په زړه کې يې تېره شوه، چې وروستی یادګار باید دغه کرغېړن بشر ته پرېږدي. په لړزانو ګوتو یې مېخ ټینګ کړ، له سمیټي ډېواله پوړند خړ ګرد پر درۍ پرېواته. قاتل د انسان ککرۍ او تنه رسم کړي وو او مخ یې د یوه لېوه په شان خونخوار ورکړی و، په لاسونو کې یې دوه لوی لوی چاکوګان نیولي وو او خېټه يې لکه د خنځير بوڅکۍ راوتلې وه. قاتل ستړی وبرېښېد، لاسونه يې وغځول، ګومان کېده شخ شوي و، بیا يې پر حک شوي رسم یوه لویه چلیپا راښکله او کرار پر خپل ځای کېناست.

قاتل سترګې پټې کړې، په خونه کې يې ترپی واورېد، سر يې پورته کړ، څارنوال يې مخکې ولاړ و. څارنوال ورته وویل، چې که د استنیاف محکمې غوښتنه کوي، ښايي یوه چاره یې راوباسي؛ خو قاتل ورسره په لومړي سر کې هاغه وخت چې دواړه غښتلي ځوانان و، خپل ټول اعترافات شریک کړي و.

څارنوال پنډه دوسیه پرانیسته، د قاتل اعترافات يې په لوړ غږ پيل کړل: «زه باورمن یم او باورمن به یم، چې لومړنی انسان د ذات د خطا له مخې او وروسته اولاده د مور و پلار د عشقي خطا له وجې دنیا ته راغلي دي، «هر انسان د بل انسان لپاره لېوه دی»*، دا لېوه باید وپاشل او نېست نابود شي. ما لومړی یو خونخوار سړی چې پر یوې ماشومې ورپروت و، وواژه. میاشت وروسته مې ماشومه ووژله، ځکه له دې دوزخه باید وتلې وای، له دې لمبو باید ژغورل شوې وای. زه اعتراف کوم، ما یو هیله من کس هم نه دی وژلی او که وس مې ورسېږي او تاسې مې ازاد کړئ، یو قهار بنده زاد به هم پل اخیستلو ته پرېنږدم.» 

څارنوال یوه شېبه چوپ شو، ژبه يې پر شونډو تېره کړه او د اعترافاتو بل مخې يې واړاوه: «یو خیراتمار مې درې ډزه وروسته له هغې پر سینه وویشت، چې له لسو دروازو ټکولو وروسته چا یوه مړۍ وچه ډوډۍ هم ورنه کړه.» 

قاتل ټیک زه یاد کړی وم، زما یوازینۍ هیله چې له ناهیلیو خلاصون و، پوره کړې وه. زه لا هم څومره بې وسه یم، دلته له بهرنۍ نړۍ سره تر پرېکون وروسته د خپل قاتل ژغورلو ته نه شم ورتللی؛ لویه پلنه ډبره مې تندي ته نژدې اېښې ده، دا ډپره ورځ تر بلې د باران له وجې پر ما راټيټېږي او ښايي بیاځلي مرګ به مې د یوې پلنې ډبرې له لاسه وي، خو زه چې کله د ذات مخکې ودرېږم، وبه يې بښم، برائت به ورته ترې وغواړم.

څارنوال د قاتل د اعترافاتو تر لوستو وروسته کرار پورته شو، د زنګنونو ټکا يې په بندخونه ښکاره واورېدل شوه.

قاتل پر دېوال حک شوي رسم ته په ډکو سترګو وکتل، له ځان سره وګوڼېد، بیا په لوړ او لېوني انداز چې ګومان کېده فکري تمرکز يې بایللی و، شورماشور جوړ کړ: «ما ته ځکه سزا راکوئ، چې تاسې په چل دوکو یو بل وخورئ او ځان پاکې پرښتې وښيئ، بل هېڅ دلیل نشته! زه خونخوار نه یم، خونخوار تاسې یاست او دا دنیا مو د خونخوارو په کلي اړولې ده!»

قاتل ور دېوال ته ډډه وهله، سترګې يې په چت کې ښخې کړې، ټوله ورځ پر ځان وچورلېده، د دروازې له بېخه ورته په پتنوس کې خواړه ورټېل وهل شول، له خواړو نرم تاو د بندخونې چت ته پورته کېده. قاتل ستونی ستغ پر درۍ بې حرکته پروت و او فکر يې کاوه، چې په ډزو د وژل کېدو هیله به یې پوره نه شي، په همدې خيالاتو کي يې سترگې برندې چت ته پاتي وې او له خواړو تود تاو چت ته لا هم پورته کېده.

پای

کابل – ۱۳۹۹، کب، ۵

1 COMMENT

  1. ژوند صیب سلامونه مې ومنه .
    کیسه مې ولوسته ډیره په زړه پورې کیسه وه . دا ډول کیسه لیکوال نه لرو په کوم سبک چې تاسو لیکل کوی .
    بریا درته غواړم .په درنښت
    تور غر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب