پنجشنبه, دسمبر 26, 2024
Home+د حسن ساکزي د دیوان خطي نسخې

د حسن ساکزي د دیوان خطي نسخې

شریف الله دوست سرواني-کاناډا

    نجم الدین [1] حسن ساکزی(سجزی) د علاء زوی [2] په ۶۴۹هـ.ق زېږېدلی او په ۷۳۷هـ.ق مړ دی.([3])له آره د افغانستان د هیتومنت، هیرمند او اوسني هلمند ولایت اوسېدونکی دی او له ننه یې تقریبا اته سوه کاله پخوا په هندوستان کښي استوګنه کوله. حسن ساکزی د خپل وخت لوی عارف، د چشتیه طریقې پیرو او د دري ژبي پیاوړی شاعر او تکړه خطاط و. شعرونه یې په دري ژبه دي، ځکه دري د هغه وخت د دربارستایني او مدحي ژبه وه. ښايي په پښتو ژبه یې هم شعرونه درلودل خو تر دا ګړیه تر موږ پوري نه دي رارسېدلي. دی د هندوستان د سعدي په نامه پېژندوی و او د شیخ نظام اولیاء([4]) کتابت یې کاوه، د امیرخسرو ډهلوي ټینګ انډویوال او یو ځای ور سره د تصوف په حلقه کښي و. د پښتون سلطان علاءالدین خلجي،غلجي او غیاث الدین تُغلُق په ستاینو کښي یې ډيري غزلي، قصیدې او رباعیات ویلي. پر شعري سبک یې د عراقي او هندي مکتبونو ګډ اغېز پروت دی. د شبلي نعماني په اند: ” هغه شور، جوش خروښ او سوزنده ولولې چي د حسن ساکزي په شعر کښي سته د امیرخسرو ډهلوي په کلام کښي نه سته “. د حسن ساکزي دیوان قصیدې، غزلي، رباعۍ، ترجیع بند، ترکیب بند او مثنوۍ لري. ټول شاوخوا نهه(۹) زره بیتونه دي چي په لومړي ځل د استاد مسعود علي محوي له خوا د ارودو ژبي له سریزي سره په ۱۳۵۲هـ.ق د هندوستان په دکن کښي چاپ سو. بل چاپ یې سلامت شیوا په تاجکستان – دوشنبې کښي په ۱۳۶۹ش کړی دی.بل چاپ یې په ۱۳۸۳هـ کښي احمدبهشتي رضا.ق.خ کړی دی.

 خطي نسخې: د حسن ساکزي د دیوان د نهه ویشتو (۲۹) خطي نسخو یادونه سوې ده.چي په هند، فارس، او امریکا کښي یې څرک لګېدلی دی. ځیني معلومي خطي نسخې یې په دې ډول دي:

۱. دیوان حسن ډهلوي(ساکزی)، (کتابت قرن ۹- ۱۰) کتابخانه ملک، تهران، شماره نسخه (۴،۶۰۳۴) مجلس نګاره.

۲.دیوان حسن دهلوي(ساکزی) (کتابت ۹۳۹هـ.ق)، کتابخانه کاخ ګلستان (سلطنتي)، تهران، شماره نسخه:۶،۲۲۰۰)مجلس نګاره.وګورئ: http://manuscripts.honar.ac.ir

۳.دهند د الله آباد د کتابتون خطي نسخه.

۴. د آمریکا د مریلنډ د والتز هنري موزیم Walers Art Musume.Ms.w.650

اوسني عکسونه د هند د الله آباد د کتابتون له خطي نسخو څخه لیکل سوې ده د آمریکا په مریلنډ کښي ده. کاتب یې میرعبدالله ترمزي د یوولسمي هجري پېړۍ خطاط، نقاش او شاعر دی. نوموړی د شاه نعمت الله ولي د اولادې څخه دی. د اکبرشاه او جهانګیر شاه ګورکاني په دربار کښي اوسېدی، د دربار له خو د (مشکین قلم) او (وصفي) لقبونه ورکول سوي وو، دی په خطاطۍ کښي د شاه غیاث وراقي شاګرد و. یاده نسخه ټولي ۱۸۹ پاڼي لري ، هره پاڼه یې ۱۴ کرښي لري. بر یې ۱۰۵ او اوږده یې ۲۰۰ میلي متره دي. د نسخې قطع ۲۰۵ په ۳۱۵ میلي متره کښي ده. د متن پیل په نیمه تاج لرونکې سرلوحه په زرین، بانجڼي، لاجوردي او زرغونه رنګ تذهیب سوی، په لومړیو دوو مخونو کښي زرین کار او تزئین سوی، ګلان او شین چمن په کښي رسم سوي دي د کرښو جدول بندي یې په شنه، تور ، زرین او سره رنګ سو ي دي. هر مخ په عدد ښودل سوی، متن یې په مشکي مرکب او نستعلیق خط کښل سوی. کاغذ یې هندی – پرېړ معلومیږي. د نسخې پښتۍ لاکي او په ګلانو نقاشي سوې، استر یې سور رنګه لاکي دی. د نسخې پوښ خپل اصلي نه دی، وروسته ورته مرمت سوی دی. ټولي څوارلس میناتورۍ لري، چي د یوه شاهي دربار ژوند منعکسوي. نسخه د هند د ګورکانیانو د وخت په مغولي سبک ترسیم سوې ده. د نسخې پیل او پای داسي دی:

پیل: ای رقم رانده برسپید و سیاه – از درون و برون ما اګاه

پای: ګفتا که زپېچاک …[ا]ی درویش – کان را به کمند می کشی جانب خویش.

کت[به الم] ذنب الحقیر عبدالله مشکین قلم غفرالله الذنوبه وسترالله عیوبه، سنه ۱۰۱۱هـ.ق.

اخیستلیکونه:

۱.  حسن سجزی. دیوان. د محوي، مسعودعلي په زیار او اهتمام، حیدرآباد دکن، ۱۳۵۲هـ.ق.

۲. بیاني. احوال و آثار خوشنویسان، ۱ټوک، ۳۵۳مخ.۳

۳.شریفي، فرهنګ ادبیات فارسي، ۲۰۴ مخ.

[1] . ځینو د ده نوم جلال الدین لیکلی خو د پوهانو اتفاق پر دې دی چي اصلي نوم یې نجم الدین دی کېدای سي کاتبانو په تېروتني سره جلال الدین لیکلی وي.

[2] . مولانا شاه عبدالحق محدث ډهلوي په اخبارالاخیار في اسرار الابرار او شاه نواز خان په تذکره بهارستان، امیرخورد په سیرالاولیاء ، شیخ جمالي په سیرالعارفین، د ضیاءالدین برني په تاریخ فیروزشاهي او د محمدقاسم فرشته په تاریخ هند کښي یې د پلار نو همدا (علا، علاء) ښودل سوی او د نوموړی په اړه یې لومړني لاس معلومات راوړي دي.(دیوان:۱۴مخ) او نور…

[3] . مسعود علي محوي یې د حسن سجزي د دیوان په سمون کښي، زېږېدنه۶۵۳هـ.ق او مړینه یې ۷۳۸هـ.ق ښوولې ده.

[4] نوم یې محمد د احمد زوی د علي لمسی په حضرت شیخ خواجه سید محمد نظام الدین اولیاء، شاه نظام اولیاء، نظام ډهلوي او نظام الدین خالد ډهلوي باندي پېژندوی و.نوموړی په اتمه هجري پېړۍ کښي د هندوستان د لویو عالمانو او عارفانو څخه و. دی تر خواجه معین الدین چشتي راوروسته څلورم معنوي خلیفه بلل سوی، په (ډېر خبرباز) او (بانډار ماتونکي) مشهور و. تخلص یې (نظام) او (نرګسي) کاوه. پلار یې د بخارا څخه هند ته راکوچېدلی او د هند په اتارپردېش/ Uttar Pardeshکښي استوګن سوی و، نظام الدین اولیاء هم دلې په ۶۳۳هجري.ق زېږېدلی او په ۷۲۵ هـ.ق مړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب