تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۵مه) د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره تېری بللی دی.
کرزي د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ترينګلتيا په سيمه کې د افراطيت د پياوړتيا او د افغانستان د پرله پسې کمزوري کولو په موخه د پاکستان د ناسمو سياستونو محصول بللى او د دغه کړکېچ د هواري لار يې د پاکستان د ناسم سیاست بېړنی بدلون یاد کړی دی.
پخواني ولسمشر د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ د اړيکو ټينګښت د دواړو هېوادونو په ګټه ګڼلى دی.
تر دې وړاندې افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې که دا بریدونه تائید شي، ښايي د طالبانو حکومت هم غبرګون وښيي.
زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان او افغانستان یو داسې روښانه هوکړې ته اړتیا لري، چې هیڅوک به د یو بل پر ضد نه خپله خاوره نهکاروي.
دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د خبرو لپاره د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی او د طالبانو له لوپوړو چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې پاکستانيو جیټ الوتکو د سې شنبې پر ورځ د شپې ناوخته د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځینې سیمې په نښه کړې دي.
د طالبانو حکومت بیا د دې بمبارۍ په غبرګون کې پاکستان ته ګواښ کړی چې بې ځوابه به یې پرېنږدي.
دغسي کلیشه یی تکراري اعلامیو نه د سړي کانګی راځي، هغه هم د فساديانو د مرشد اعظم په ژبه. زوړ ګيدړ منتظر وي چی يوه پيښه وشي او دی بیا د تمساح اعلامیه وشغوي. وه سړيه يو ځل خو د هغه دلالی نه چی پنجابکو ته دی طیاری تسلیمولی بښنه وغواړه، دا وطن خو تاسو بی وسه بی وسلی کړ، که دا نه کوی نو چوپ پاتی شه، دومره بی شرمي خو مه کوه، له تا به تک شین خر ګیله وکړي چی ولی دی اعلامیه نه ده ورکړي
52 هیوادو ته یی ماته ورکړی خو پاکستان یی چی ښځی وغیی څه ورته ویلی نشی دا ځکه چی د طالب اکثر مشرانو کورونه اسلام آباد کی دی هلته یی لورانی او ځامن کالجونه وایی. ممکن دا بمبارد د طالب مشرانو په خوښه او همکاری هم شوی وی. تاسو ولیده چی د پنجاب یو ټیم پرون کابل ته راغلی وو بیا یی په سبا پکتیکا کی بمبارد وشو.
خدای ته وګوره دغه ساپی که کاپی دغه خو له دې خبریالۍ نه لیرې کړئ. د حامد کرزي نوم پسې اپاستراپي ته څه ضرورت چې ده ورکړې ده؟ هسې د تاند نوم په دغه ناولي باندې مه خرابوئ ځکه هېڅ خبر یې د سړیتوب او د ژورنالیزم په اصولو برابر نه دی. بله دا چې د انګلیسي sapai هم له تاند نه لیرې کړئ. مننه
زه پوه نشوم چې ولې د ساپي مخالفت کوې ! هر څوک دبیان حق لري ! کرزی خو اوس په قدرت ندی خو د هېواد په دفاع کې لکه نور حق لري !!