Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړيوال بانک: د خوړو نه خوندیتوب افغانستان له ناورین سره مخ کړی

نړيوال بانک: د خوړو نه خوندیتوب افغانستان له ناورین سره مخ کړی

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۵مه) نړیوال بانک ادعا کوي، چې افغانستان دمګړۍ د خوړو نه خوندیتوب له امله «شدید» ناورین سره مخ دی.

نړیوال بانک زیاتوي، چې په افغانستان کې میلیونونه کسان د کافي خوړو پیدا کولو په برخه کې ستونزې لري.

د دغه بانک په راپور کې راغلي، په افغانستان کې اوس ۱۱ اعشاریه ۴ میلیونه وګړي، چې د ټول نفوس ۲۵ سلنه کیږي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

راپور کې راغلي چې په افغانستان کې وچکالي او اقلیمي بدلونونو د خوړو نه خوندیتوب لا پسې سخت کړی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

نړیوال بانک داسې مهال دا اندېښنه ښیي، چې پرون سه شنبه د خوړو نړیوال پروګرام د مالي ستونزو له کمښته ویلي وو، چې په دې فصل کې د افغانستان ۶ ملیونه اړمنو وګړو ته مرسته نشي رسولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...