تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۵مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې که دا بریدونه تائید شي، ښايي د طالبانو حکومت هم غبرګون وښيي.
زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان او افغانستان یو داسې روښانه هوکړې ته اړتیا لري، چې هیڅوک به د یو بل پر ضد نه خپله خاوره نهکاروي.
نوموړي کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي سفر ته په اشارې پوښتلي، چې آیا د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر به دغه استازي ته اجازه ورکړي، چې د دغو کړکېچونو د حل لپاره خبرې اترې پیل کړي؟
دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د خبرو لپاره د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی او د طالبانو له لوپوړو چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې پاکستانيو جیټ الوتکو د سې شنبې پر ورځ د شپې ناوخته د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځینې سیمې په نښه کړې دي.
د طالبانو حکومت بیا د دې بمبارۍ په غبرګون کې پاکستان ته ګواښ کړی چې بې ځوابه به یې پرېنږدي.
د افغان ملت دوښمن او د سی آی اي تربیه شوۍ جاسوس خائین خلیلزاد سره دده هم مسلکه خائین ملګری کرزۍ چرندی بابولانی غولوونکی دی !
خدای پاک د تاسی دواړه د سی آی اي خائین کثیف جاسوسان تباه او برباد کړی امین !!!!!
پورته خبر کې داسې راغلی دی:
(…د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې که دا بریدونه تائید شي، ښايي د طالبانو حکومت هم غبرګون وښيي…)
مطمین اوسه چی هیڅکله به دا بریدونه تایید نشی. سره له دی چی طالبانو ویلی چی ۴۶ تنه پکې وژل شوی خو ستا له نظره به تاید نشی چنانچه ددوجی د تړون مسئله دی ناڅرګنده او تیرو پنځوسو کلونو کی دی د پاکستان مداخلی تایید نشوی دا به هم تایید نشی. دپښتنو قتل به لکه د پسونو په شان یا د ملخانو په شان دوام لری.