جمعه, اپریل 26, 2024
Home+نو ته ځې؟ | عبدالکریم حقانیار

نو ته ځې؟ | عبدالکریم حقانیار

له سوین نورډیل (Sven Nordell) سره مې د شناخت سږ اووم کال دی. له یوې مودې را پدېخوا د زړه له رنځه کړیږي. میاست دمخه پوښتني ته ورغلی وم، تر اپریشن وروسته له روغتونه کورته راغلی و. پخوا ښه په غوښه پټ و، اوس یې په مخ کې وینه نه ښکاريدله. سوین له ژونده راته ګډ وـ د کډي کولو خبره یې تر ژبې لاندي اړوله را اړوله. په دې آن کې د ایشیدلې کافي خوندور بوی راغی. میرمن یې اینګرید نورډیل (Ingrid Nordell) په طلایي رنګه نالبکي کې پیاله پر میز راته کېښووده، خوږه راته و موسیدله. د میړه له خولې یې خبره واخیسته. لفظونه يې په ژبه کې لاندي باندي شول، خو د لاسونو او شونډو په اشاره یې و پوهولم:

« باور مې نه کاوه، چې سوین به مې بیرته کورته راشي، زیاته ورته خوشحاله یم. د لته د بې ساه دیوالونو تر منځ نور نو له تکي تنهايي نږدې و زاره چاودې شم. »

نن چې له دفتره کور ته تلم، را په یاد شول. د حویلۍ څنګ ته يې له غځیدلي یوطرفه سړک څخه ور تاو شوم. د موټر له هنداري مې سترګې په سوین و لګیدې، کړکۍ ته لکه د لرګي ستنيې نیغ ولاړ و. لاس یې راته و ښوراوه. زه لا پر سمنټي زینه، نه وم ور پورته شوی؛ ده د کور ور خلاص کړ، سترګې یې و ځلیدې. تر منځ مو د کورونا (Covid-19) ویره وترهیدله، لاس مې ور نه کړـ څنګلي مو سره و جنګولې.

پخلنځي ته یې و بللم. د چڼاسي (ګنت) بوی مې پر پزه و لګید. په ظرف مینځي کې مې ککړو لوښیو ته پام شو، د ډوډۍ خوړلو پر اوږده میز ناولي ګیلاسونه، غابونه او له پوستې راغلي پاکټونه توشپلي تیت ول. په ولاړو پښو مې حال وپوښت، سوړ اسویلی یې و کیښ:

ـــ  زه ښه یم. دادی پښې څکوم، خو اینګرید سخته زوبله ده.

ـــ  ولي، څه ورپېښ دي؟

ـــ  اونۍ د مخه یو مازدیګر د خوب خوني ته د درانه تړپ غږ راغی. د لته د یخچال مخي ته ستوني ستغ تسیا پرته وه ـ په هوښ نه وه. سد مې له سره ووت، حواس مې بایلودل. ښه و پر مړوند یې لاسي آلارم تړلی و. په منځ کې یې هغه سره تڼۍ په ګوتو راغله، دوه درې واري مې کېښکله. سرته یې په دوو تلو کیناستم، یو پاو وخت به لا نه و وتلی، امبولانس را ورسید. په دا بل سهار له روغتونه زنګ راغی، ویل یې سترګي یې روڼې کړې؛ خو د سر کوپړۍ او د ملا تیر یې کلکه ضربه لیدلې ده. یو اپریشن یې شوی دی، دوه نور لا پاته دي. نور مې حال نسته ورباندي. زه دلې یم، فکر مې دورې دی.

زه غولی ته ځیر شوم، د کړکۍ رڼا تته وه. د څنګ پردیواله مې د څراغ سویچ ته لاس ور وُړ، ونه لګېد. ده خپله لکړه چت ته سیخه کړه، زړغوني یي وویل:

ـــ  دا لعنتي ګروپ په هغه مازیګر ټکیدلی و. ګومان کوم اینګرید غوښتل بدل یې کړي، هاغه د لرګي ټوپکی یې د پښو خواته اوښتی پروت و.

زاړه ښیښه يي قندیل ته مې د مبایل رڼا سیده کړه. د ګروپ د ننه نری تار په ملا کې شکیدلی و. و مې پوښت:

ـــ  ریزرف ګروپ لرئ؟

تر ډنګر مخ راوتلې زنه یې راته کښته پورته کړه، غاړي یې تازه کړې:

ـــ  د کور د انتظامي سامان تابیا خو د هغې په اختیار کې وه. لرو به یې خامخا، خو نه پوهیږم اوس یې زه خوار په کومه چوله کې و لټوم.

ما خوله خبرې ته سموله، سوین د سالون پر خوا را څخه رهي شو. بیرته یې تر بغل را وکتل، په لاس یې ور وبللم:

ـــ  دا کارتنونه خو وینې، ځان را ټولوم. کمون (municipality) د زړو په بلاک کې اپارتمان را ته منلی دی، کرایه یې سپکه ده. له پاکي و صفايي به یې هم خلاص یو. د تقاعد تنخوا مو نو بیا تر خوله تیر و بیره ده.

ـــ  ښه شو چې خبر دي کړم، کنه نو چېري به مې لټولاست؟

سوین د اوږدې المارۍ مخامخ خالي دیوال ته لاس و نیو:

ـــ  هاغه منظرې چې تا هم ښې ایسولې، نن مې را کښته کړې. په دغه لوی کارټن کې مې خوندې کړې.

ما کاغذي کارټن ته وکتل، د اړخ پر خړبخوَن دیوال مې سترګې د دوی چوکاټ شوي تور و سپین عکس ته ور کږې شوې، ده مخ را واړاوه:

ـــ  دغه عکس مې د واده د ورځي دی. که میرمن مې بیرته راغله… یوځای به یې را کوز کړو. څلویښت کاله پخوا کمون دا حویلۍ په امتیازي کرایه راکړه؛ د کډي راوړلو په ورځ له خوشحالۍ په کالو کې نه ځایېدم. میرمن مې هم زیاته ورته هوسیده. د واده مراسم مو دلې نیولي وو. اوس مې ګزران په دواوو دی، له ناچارۍ یې پریږدو. د ژوند زیاتره ښې خاطرې مو په همدې سپیرو دیوالونو کې تاوېږي را تاوېږي؛ د کډي تر باریدو وروسته به مو خیالونه په تیرو خاطرو پسي دې حویلۍ ته ځي و راځي.

ما زوره ساه واچوله، سترګې مې لاسي ساعت ته ور واوښتې.

د سوین سترګې یو څه سره تنګې شوې، د راوتلي تندې پوست یې د لویدلیو سترګو منځته را و کوَلیده. کوتان یې ژور سول. په وچو شونډو یې زور راووست، سره کښ یې کړې:

ـــ  تا غوندي زه هم یووخت لکه میږیتون کړاند وم، پوه خو شوې. اوس چې تېرعمر را یادوم خوابدی سم، وایم ولي مې ژوند دومره لالهاند تېر کړ.

زه ورته و موسیدلم. د کوردروازې ته مې وکتل، بیرته مې سترګي ور واړولې، قات څنګل مې ور مخکې کړ. ده په ژړغونی غږ راته وویل:

نو ته ځې، بیا به څه وخت راځې؟


ستوکهولم
کال ۲۰۲۰م د ډسمبر پنځلسمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب